1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د دوه تابعيته سونزه پر ميرکل د فشار سبب شوې

۱۳۹۵ آذر ۱۸, پنجشنبه

په داسې حال کې چې راتلونکی کال په آلمان کې پارلماني ټاکنې کیږي، د دغه هیواد صدراعظمه د نورو چلينجونو ترڅنګ په دغه هیواد کې د دوه تابعیته ستونزي له امله تر سخت فشار لاندې ده.

https://p.dw.com/p/2Twlg
Kampagne Ein Leben, zwei Pässe
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د آلمان د صدر اعظمي انګلا ميرکل مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند یا «سي. ډي. یو» یوې کوچنۍ څانګې د دوه تابعیته مسلې په اړه پر ميرکل فشار راوړی او غواړي چې هغه دې موضوع ته په جدي توګه د حل لار پیدا کړي. دغه فشار څرګندوي چې محافظه کاران د ښی اړخو پر لار روان دي.

د مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند یا «سي. ډي. یو» د چهارشنبې په ورځ پر یوه داسې موضوع رایه ورکړه چې له مخې یې د بهرنیو وګړو ماشومانو ته چې په آلمان کې وزیږي حق ورکول کیږي چې په ۲۳ کلنۍ کې د خپل مور او پلار او یا هم د آلمان تابعیت ترلاسه کړي. دوی اړ دي چې له دواړو څخه یو انتخاب کړي.

د دغې رایې په پایله کې په ۲۰۱۴م کال کې د ښی او کیڼ اړخو ایتلاف له خوا د دوه تابعیته قانون په هکله د اصلاحاتو وړاندیز رد شو.

که څه هم دغه رایې تر ډیره لږ توپیر درلود چې پکې د سي ډي یو وکیلانو د وړاندیز شوي قانون په ګټه ۳۱۹ رایې او په ورته وخته کې یې د رد له پاره ۳۰۰ رایې ترلاسه کړې.

په داسې حال کې چې په راتلونکې کال کې په آلمان کې پارلماني انتخابات ترسره کیږي، دغه رایې د دې ښکارندويي کوي چې انګلا ميرکل له څه نا څه چيلنجونو سره مخامخ ده.

په ۲۳ کلنۍ کې د دوه تابعیته لرلو موضوع

دغه اقدام د سوسیال دیموکرات ګوند یا «اس. پې. ډې» او د «سي. ډي. یو» ترمنځ په ۲۰۱۴م کال کې په ۲۳ کلنۍ کې د دوو پاسپورتونو لرلو وړاندیز بیرته رد کړ.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر، توماس دیمیزیر د چهارشنبې په ورځ له «اس. پې. ډې» سره د بیلتون په هکله خبردارۍ ورکړ او ویې وویل چې په داسې حال کې چې آلمان د مهاجرو د ادغام له ستونزې سره مخامخ دی، دغه کار د مهاجرو د ماشومانو له پاره ستره ستونزه ده. په ۲۰۱۳م کال کې د ټاکنو پرمهال د دوه تابعیته درلودل د اس. پې. ډې یو له عمده غوښتنو څخه وو.

په دې نوې تګلارې سره به تر ډیره د ترکیې هغه مهاجر چې په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو کې آلمان ته راغلي، زیانمن شي. دغه کورنۍ آلمان ته د میلمه کارګرو په توګه راغلي وې چې بیا وروسته په آلمان کې پاتې شولې او په دې هیواد کې یې خپلې کورنۍ جوړې کړې.

په آلمان کې د ترکي ټولني د ادارې مشر، ګویکی سوفیوګلو نه یوازې د سي. ډي. یو، پر دغې رایې نیوکه کوي، بلکي هغه وايي چې په دې کار سره دې ګوند خپل ارزښت هم له لاسه ورکړی دی.

نور مطالب: