1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د سرو زرو خښتو خزانه کشف سوه

دويچه ويله/ فارسي۱۳۹۴ تیر ۸, دوشنبه

د آلمان په بايرن ايالت کي ساختماني کارگرانو له ملکي مځکو څخه د خاورو د را ايستلو پرمهال د سرو زرو خښتو خزانه موندلې ده چي بيه ئې نزدې يو ميليون يورو کيږي. د سروزرو خښتو د خاوند پيداکولو تلاښونه پيل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Fop7
انځور: picture-alliance/dpa/K. Mathis

د آلمان د بايرن ايالت په پاساو ښار کي يوه روغتون ته نژدې د يوه شخصي کور د دېوالونو د نړولو پرمهال پولدورز چلوونکو د سرو زور خښتي موندلي دي. ويل کيږي چي د دغو سرو زرو بيه نزدې يوه ميليون يورو ته رسيږي.

د آلمان د خبري آژانس د راپور له مخي د خاورو اړولو په جريان کي د سرو زرو نوري خښتي هم موندل سوي. د آلمان پوليسو د شنبې په ورځ تائيد کړه چي د سرو زرو خښتي چي پر مخ ئې «سويس بانک» کيندل سوی وو او دغه راز څو طلايي پاڼي له خاورو را ايستل سوي دي.

د دغي خزانې مالک څوک دئ؟

د پاساو ښاروالی يوه وياند د دغه ښار له «پاساور نوين پرسه» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي د په لاس راغلي خزانې بيه نزدې يو ميليون يورو ته رسيږي. هغه ويلي دي چي اوس بايد روښانه سي چي د دغي خزانې خاوند څوک دئ.

وياند دغه راز زياته کړې ده تر ټولو مهمه موضوع چي اوس بايد روښانه سي هغه دا ده چي دغه خزانه په چا پوري اړه لري. ځکه چي په دغه شان حالت کي د خزانې مالک پيدا کول ډېر ستونزمن کار وي. هغه ويلي دي چي خزانه يوه خونډي ځای ته لېږدول سوې ده.

د سرو زرو لومړۍ خښتي د چهار شنبې په ورځ کشف او له خاورو را و ايستل سوې. او نوري بيا د جمعې په ورځ د نورو کيندنو پرمهال کشف سوې.

دا لا تر اوسه پوري معلومه نه ده چي په دغه ځای کي به تر خاورو لاندي نوري د سرو زرو خښتي هم وي که نه.