1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د مسلمانانو د چارو له پاره د قانون غوښتنه

۱۳۹۶ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د آلمان د يو حکومتي ګوند سياستوال ينس شپان غوښتي دي چي په دغه هيواد کي بايد د مسلمانانو چارو ته قانون جوړ سي. هغه د اسلامي ټولنو له پاره د اصولو ټاکلو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2aIfz
Deutschland CDU Bundesparteitag in Köln Jens Spahn
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach

ينس شپان د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند د مشرتابه جرګې غړی دی. دغه آلماني سياستوال غوښتي دي چي په آلمان کي بايد داسي قوانين رامنځ ته سي چي اسلامي ټولنو ته اصول وټاکي.

هغه غوښتي دي چي په دې ترڅ کي بايد د ملا امامانو د روزنې له پاره هم اصول رامنځ ته سي. دغه محافظه پال سياستوال د مسجدونو په تړاو د معلوماتو ثبتولو نظام رامنځ ته کولو غوښتنه هم کړې ده.

ينس شپان ويلي دي چي دا د منلو وړ خبره نه ده چي په آلمان کي د آلماني ژبي ويونکو ملا امامانو د روزني په تړاو اصول او قواعد نه دي موجود. دغه سياستوال غوښتنه کړې ده چي هر هغه څوک چي په مسجدونو کي امامت کوي بايد په دې مکلف کړل سي چي د آلماني ژبي امتحان ورکړي. د هغه په وينا دغه ملايان بايد خپل وعظ په آلماني ژبه وکړي.

د مسيحي ديموکرات ګوند دغه سياستوال ويلي دي چي که د وعظ هغه خبري چي د «د جمعې په ورځ په ډيرو مسجدونو کي کيږي، د يکشنبې په ورځ د کليو په کاتوليکي کلېساؤ کي کيدلای، نو به يې په هکله غوسه ډېره زياته وای، او د زرغون گوند سياستوالو به نيوکي کولای.» دغه سياستوال زياته کړې چي له ديني ډلو او اتحاديو څخه دا هيله کيدلای سي چي هغوی وعظونه او تدريس په لومړي سر کي په آلماني ژبه وړاندي کړي.

پر مسلمانانو ماليې

شپان ويلي دي چي د مسجدونو د ملايانو روزنه دي د ماليې په پيسو تمويل کړل سي. دغه سياستوال منلې ده چي په دې تړاو به جر و بحث ډېر لانجمن وي. د هغه په وينا خو دغه سخت جر و بحث يې تر هغه خوښ دی چي له ترکيې او سعودي عربستان څخه پيسې راځي او د ملايانو په روزنه مصرفيږي.

محافظه پال سياستوال شپان وويل چي له مسلمانانو څخه دي د ملايانو د روزنې له پاره ځانګړي ماليې واخيستل سي. دا ډول ماليې د مسيحانو څخه ترمخه لا اخيستل کيږي چي دغه ماليې له دولت څخه کليساؤ ته ورکول کيږي.

ينس شپان د دې غوښتنه هم کړې ده چي په آلمان کي د موجود مساجدو په تړاو بايد د ثبت يو نظام جوړ کړل سي. هغه وويل: «موږ خبر نه يو چي په آلمان کي څومره مسجدونه موجود دي څوک يې تمويلوي.»

«غلط شريکان»

شپان پر دې هم سخته نيوکه کړې ده چي په آلمان کي هيڅ داسي مرکزي شريک نه سته چي د مسلمانانو د استازي په توګه ورسره خبري وسي. هغه نيوکه وکړه چي هغه اسلامي ټولني چي د آلمان دولت تر اوسه ورسره همکاري کوي، د يو ډېر محافظه پالو مسلمانانو استازيتوب کوي. دغه سياستوال وويل چي دغه ټولني او اتحاديې «صرف د مسلمانانو د يو کوچني اقليت استازيتوب کوي. هغوی غلط شريکان دي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.03.2017):