1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د مهاجرو د ادغام قانون تصویب شو

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ تیر ۱۸, جمعه

په پام کې ده چې دغه قانون به په آلمان کې د مهاجرو ادغام آسانه کي. پر نورو سربیره په دغه نوي قانون کې د کار موندلو له پاره د لومړيتوب شرط د درو کلونو له پاره ځنډول شوي. پارلمان قانون د پنجشنبې په ورځ تصويب کړ.

https://p.dw.com/p/1JLmW
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د ادغام د نوي قانون له مخې به پناه غوښتونکي په راتلونکي وخت کې د «قراردادي کارگر» په توگه په مؤقتي توگه کار وکولای شي. پر دې سربیره د آلمان حکومت غواړي چې د پناه غوښتني په لومړیو مرکزونو کې ۱۰۰ زره کوچني کار ځایونه هم جوړ کي.

دغه کارونه د دایمي کارونو یا د یو ډول شغل په توگه په پام کې نه دي نیول شوي، بلکې د کار بازار ته د ورننوتو د آسانۍ په توگه په نظر کې نیول شوې. په پام کې ده چې د آلمان فدرال شورا به نن د جمعې په ورځ په دې هکله خپله رای وکاروي.

د هغو کسانو له پاره چې په آلمان کې د پاتیدو چانس لري، د آلمانې ژبې د زده کړې کوروسونه مکلفیت لري. هغه مهاجر چې په ټولنه کې د ادغام له پاره له تدابیرو څخه ډډه وکړي او یا هم کورسونه نابشپړ پریږدي د پناه غوښتنې د قانون له مخې ورکول کیدونکي خدماتو یې کميږي.

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

د نوې قانون له مخې همداشان د پناه غوښتونکو استوگنځای مشخصیږي، څو داسي ځایونه جوړ نه شي چې هلته یوازي مهاجر استوگن وي. خو نوي راغلي کسان یوازي په هماغه ایالت کې د اوسیدو حق لري چې ورته ټاکل کيږي.

په پارلمان کي اپوزېسیون پر دغې مسودې نيوکه کړې ده. په پارلمان کې د کیڼ اړخي گوند استازې زبینه څېمرمن، په دې آند ده چې دا د «ادغام قانون» نه، بلکې د «محرومولو قانون» دی. د هغې په خبره حکومت په دې سره د هغو سازمانونو انتقاد او خبرداری له پامه غورځوي چې «عملاً له مهاجرو سره کار کوي.»

په پارلمان کې د زرغون گوند استازې بریگیته پوتمر، په آلمان کې د پاتیدو د ښه او خراب چانس لرلو له مخې د مهاجرو ډلبندۍ باندي انتقاد کړی دی. د هغې په خبره دغه اقدام د ادغام بهیر مخه نیسي او په دې ډول د افغان مهاجرو ملاتړ نه کیږي.

مسیحي ائتلاف او سوسیال دیموکرات گوندونو بیا د دغه قانون د تدابیرو دفاع کړې ده. په پارلمان کې د مسیحي دیموکرات گوند استازي زبینه وایس، پر دې باندې ټینگار کړی دی چې د غوښتنې او ملاتړ سیاست سمه لار ده. د هغې په خبره په تیرو میاشتو کې ولیدل شول چې «هر مهاجر یو ښه مهاجر نه دی. له دې کبله باید له ټولو وغوښتل شي چې قوانین مراعات کاندي.»

وایس وویل چې د مهاجرو ادغام په پروسه کې مهمه برخه د ژبې زده کړه ده: «موږ په ټول فشار سره پر دې باندي کار کوو چې ټول پناه غوښتونکي وکولای شي د ژبې کورس ته ولاړ شي.»

د آلمان د حکومت د ادغام د چارو استازي آیدن اوزوگوڅ، ټینگار کړی دی چې د ادغام قانون لومړی گام دی چې باید تعقیب شي.

تر دې دمخه ټولنیزو سازمانونو په دغه برخه کې د ښه والي راوستو غوښتنه کړې وه. د کاریتاس په نوم خیریه سازمان له نظره د مهاجرو له پاره د دایمي اقامت اجازه سختیږي، ځکه چې د دې کار له پاره باید مهاجر خپل معیشت په خپله تأمین کړي. دغه سازمان همداشان د ژبې او ادغام کورسونو د کمښت شکایت کړی دی.

د «پرو ازول» یا د مهاجرو ملاتړي سازمان انتقاد کړې دی چې د ادغام قانون په پارلمان کې لا پسي سخت شوی دی او د مهاجرو د استوگنځای په مشخصولو سره، د ځای د بدلولو امکان له لاسه تللی دی.