1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د «پيگيدا» ستر احتجاجونه

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آذر ۲۵, سه‌شنبه

د آلمان په دریسدن ښار کې د افراطي اسلامي کولو پر ضد د «پیگېدا» پلویانو ستر احتجاجونه کړي دي. د هغوی یو شمیر کسانو له مطبوعاتو سره خبري کړي دي او ویلي دي چې دوی نازیان نه دي، بلکې دا یو سوء تفاهم دی.

https://p.dw.com/p/1E5PN
انځور: Reuters/H. Hanschke

یوه ځوانه مېرمن د «پېگېدا» (د لویدیځ د اسلامي کولو پر ضد وطنپال اروپایان) پلویانو په هکله په غوسه سره وایي: «دا د شرم خبره ده چې دغه ناپوهه کسان زموږ د ښار په کوڅو کې تیریږي. دا دریسدن او آلمان ته تاوان رسوي.» یوه بله میرمن هم دغه خبره تائیدوي او وایي: «موږ باید په څرگند ډول دا وښیو چې د آلمان اکثریت څرنگه فکر لري. یعني د بهرنیانو دوستان!»

«دریسدن د ټولو له پاره» د پېگېدا ضد اتحاد شا او خوا ۶۰۰۰ گډونوالو د مهاجرو او کډوالو له پاره د هرکلي کلتور غواړي. خو دغه پیغام هغو ته نه رسیږي چې وايې وري.

د مسحيي کلیسا او د اسلامي مرکز د بهرنیانو شورا گډي کمېټې د (dresden-nazifrei.com) په انټرنیټ پاڼه کې په یوه بیانیه کې د پېگېدیا پلویان توکمپال بللي دي: «سړی باید له دوی سره ونه غږیږي.» د آلمان ډیری سیاستوال هم په دې نظر دي.

د اټکلونو له مخې شا او خوا ۱۵۰۰۰ کسان د دریسدن د «پېگیډا» په لاریون کې راټول شوي ول. د دغو گډون والو ۸۵ سلنه نارینه ول چې پکښې ځوانان او د پاخه عمر خلک شامل ول. په گډون والو کې یوه ښځه له خپل مېړه سره ولاړه او په غوسې سره وایي چې «موږ نازیان نه یو». دغي مېرمن وويل: «دلته راټول شوي زیاتره کسان عادي وگړي دي، دوی د دې له پاره بدنامیږي، ځکه چې هغوی څه وایي چې ویل یې غواړي.» د دغي مېرمن تر څنگ ولاړ سړی وایي: «دا په دیموکراسۍ کې تر ټولو ښه کار دی، چې خلک راپورته او خپل نظر ووایي.»

د دریسدن دغه دواړه اوسیدونکي چې ځانونه گیروالد او بېربیل، ښيي وایي چې له بده مرغه په دې هکله په عامه محضر کې سو تفاهم رامنځ ته کیږي. خلک د بهرنیانو ضد نه دي، د دوستانو او همکارانو په حلقه کې داسي دوستان لرو چې د کډوالۍ شالید لري. دغه دواړه زیاتوي: «موږ د اسلام پر ضد څه نه لرو. خو موږ د افراطي اسلامپالو څخه انديښنه لرو.»

د پېگېډا دغه دواړه پلویان وایي چې له دې کبله هغه څوک چې آلمان ته راځي او یا له آلمان څخه دباندي وځي، باید په ښه شان کنترول کړل شي.

تر دې د مخه د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل ویلي ول: «په آلمان کې که څه هم د مظاهرو آزادي شته، خو د هغو خلکو پر ضد لمسون او افتراء ته ځای نه شته چې له نورو هیوادونو څخه ئې موږ ته پناه راوړې ده. نو په دی وجه هر یو باید پام وکړي چې د دې غونډو د جوړونکو له خوا استعمال نه شي.»

بیربیل په حیرانتیا سره وایي: «هر کال د ۲۰۰ زرو کډوالو سره مخ پر وړاندې تگ نه شي کیدای.» هغه زیاتوي دا کار د دې سبب کیږي چې آلمان له اقتصادي لحاظه له ستونزو سره مخامخ شي: «که موږ دومره شتمن یو چې خپل ځان ته اجازه ورکوو چې بهرنیان د زیاتې مودې له پاره د پنا غوښتنې تر پروسې چې په یوه یا دوو کلونو کې پای ته رسیږي، له مالي لحاظه تمویل کړو، نو بیا زه له دې سره لیوالتیا لرم چې موږ په عمومي توگه د ښوونځیو خواړه تامین کړو او ټول وړکتونونه د خلکو له پاره وړیا وي.»

دغي مېرمني وويل، چې دا نشي کیدای چي له کډوالو سره سخاوتمندانه عمل وشي او په آلمان کې د اوسیدونکو وگړو څخه د سپما کار واخیستل شي. د بیربیل په وینا دا هغه څه دي چې په وروستیو کې تل اوریدل کیږي.

د پیگیدا د پلویانو زیاتیدل د دې سبب شوی، څو هغه سیاستوال چې تر اوسه یې محتطانه چلن کاوه فکر کولو ته اړ باسي. ویل کیږي چې داسې غوښتنه موجوده ده چې له دغو ډلو سره د کډوالۍ په برخه کې په راتلونکې کې خبري وشي.

د «پيگيدا» پرضد مظاهره
د «پيگيدا» پرضد مظاهرهانځور: Reuters/H. Hanschke