1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د ښوونکو پر پوړني باندي بنديز له منځه ولاړ

dpa,afp,rtr,epd۱۳۹۳ اسفند ۲۲, جمعه

د آلمان ستري محکمې ویلي دي چې پر ښوونکو باندي د پوړني پر سرکولو بندیز په دغه هیواد کې د دین له آزادۍ سره سر نه خوري. دغه پریکړه تر دې دمخه د دغي محکمې له یوې بلې بریکړي سره په تضاد کې ده.

https://p.dw.com/p/1EqMA
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د آلمان د اساسي قانون محکمې دغه پریکړه د جمعې په ورځ د هغي قضیې په اړه وکړه چې له نورد راین ویست فالن ایالت څخه دوو مسلمانو ښځينه ښوونکو دې محکمې ته راوړې وه.

دغو دوو ښوونکو غوښتل چې د مذهبي لاملونو له کبله د کار پر مهال خپل سر په پشپړه توگه پټ کړي. ایالتي چارواکو د دغو دوو ښوونکو غوښتنه ځکه رد کړې وه چې د هغوی په حواله په دې ایالت کې له هغي پریکړې سره په تضاد کې ده چې باید له مخې په ښوونځیو کې دیني سمبولونه څرگند نه وي.

د دغو ښوونکو یوه یې له دندې گوښه شوې وه او بلې ته یې په لیکلې بڼه اخطار ورکړل شوی وو.

اوس د آلمان په کارلسروهه، کې ستري محکې ویلي دي چې له پوړني سره یوازي هغه وخت مخالفت کیدای شي چې هغه «یو مشخص گواښ رامنځ ته کړي».

د محکمې په حواله په دې مورد کې د ښوونکو پر پوړني باندي په بنديز لگولو سره د هغوی «هویت» تر پوښتني لاندي راغلی دی.

دغه حکم په دې معنی هم دی چې کیدای شي په ځینو مواردو کې پوړنی پرسر کول منع وي. د پوړني په پر سر کولو سره کیدای شي په هغه صورت کې مشخص گواښ رامنځ ته شي چې د دې موضوع پر سر د زده کوونکو تر منځ کله نا کله ستونزي رامنځ ته شي.

دعیسویانو له دیني سمبولونو سره هم ورته چلن کیږي

د جمعې ورځي پریکړي همدا راز په نورد راین ویست فالين ایالت کې هغه مخکنی پریکړه لغو کړه چې له مخې یې د دیني سمبولونو د نه څرگندولو له حکم څخه د «عیسویانو او غربي تعلیمي او فرهنگي ارزښتونه» مستثنا کړي ول.

محکمې پریکړه وکړه چې په دې سره عیسویانو ته یو امتیاز ورکړل شوی وو. تر دې مخکې په ۲۰۰۳م کال کې همدې محکمې حکم کړی وو چې ښوونځي کولای شي په هغه صورت کې د ښوونکو پر پوړني باندي بندیز ولگوي چې ایالتي قانون ورسره کومه ستونزه و نه لري.

تر دې وروسته د آلمان څو ایالتونو له دې حکم څخه په استفاده سره داسې قوانین راوایستل چې له مخې يې ښوونکو په ښوونځیو کې د پوړني پرسرولو اجازه نه لرله.

يوه مسلمانه ښوونکې
يوه مسلمانه ښوونکېانځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen