1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي وار په وار مهاجر د کار پر پيدايښت بريالي کيږي

۱۳۹۴ آبان ۲۷, چهارشنبه

د آلمان د «پساور نوين پريسه» ورځپاڼي د راپور له مخي د ۲۰۱۴م کال د اکتوبر او ۲۰۱۵م کال د سپتمبر مياشتي تر پايه پوري په دغه هيواد کي ۶۹۹۰۰ مهاجرو ځانونو ته کارونه موندلي دي.

https://p.dw.com/p/1H81y
انځور: picture alliance/ZB/P. Pleul

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

د پناه غوښتونکو د ۱۵ مهمو هيوادونو شاوخوا ۶۹۹۰۰ بې کاره مهاجرو چي د سوريې، افغانستان او عراق دا هم پکښې شامل دي، کارونه پيدا کړي دي.

يادي ورځپاڼي دغه راپور د آلمان د کار وزارت د هغه جواب له مخي ورکړی دئ، چي د دغه هيواد پارلمان د چپيانو د جرگه گۍ له خوا له ياد وزارت څخه د مهاجرو د کار په اړه پوښتنه سوې وه.

د وزارت د معلوماتو له مخي په ياد وخت کي کابو ۳۵۰۰ مهاجر په آزاد شغل اخته سوي دي. چي په دې سره نو د اجتماعي بېمې د ورکړي په مکلفيت کي د دغو هيوادونو د مهاجرو شمېر ۳۶۲۰۰۰ کسانو ته رسيږي دغه راز ويل سوي دي چي ۱۰۴۴۰۰ کسانو بيا کوچني کارونه موندلي دي.

پر دې سربيره په راپور کي زياته سوې ده چي د وزگاره آلماني وگړو په پرتله مهاجر د کار پیدا کولو په برخه کې زیاتې ستونزي لري. ويل سوي دي چي د پناه غوښتني له اصلي هيوادونو څخه راغلو مهاجرو ۴ سلني ته ئې د مياشتي کار موندل کيږي. خو د آلمان وزگاره وگړو سلنهه بیا اووه ښوول سوې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې د هغو هيوادونو لکه افغانستان، سوريې او عراق د پناه غوښتونکو هر څلورم د اجتماعي تأمیناتو بیمې کار لنډمهاله گڼي. د دوی ډېری په ساختماني او خدماتي کارونو او گدامونو کې بوخت دي.

د رپوټ له مخي د آلمان حکومت پخپل ځواک کي دې ته هم اشاره کوي چي په دغه احصائيه کي هغه کسان هم شامل دي چې د کار کولو او يا خپلو کورنيو سره د يوځای کېدو پر اساس آلمان ته راغلي دي.

د کارد بازار کارپوهه زبینه سیمرمن چې د چپیانو ګوند یوه غړي ده وايي، د مهاجرو له پاره د کار په بازار کې د بوختیا چانس خراب دی چې دلیل يې ناکافي ارتقا ده.

هغې ويلي دي: «په دې اړه باید نوي لارې ولټوو چې دغه حالت بدلون وکړي». اړينه ده چي ټولو مهاجرو ته ژبي کورسونو لاره خلاصه شي د کار محدویت له مینځه یووړل شي.