1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي ولي د مهاجرو کمپونو ته اور اچول کيږي؟

۱۳۹۴ دی ۲۸, دوشنبه

کله چي د ۱۹۹۶م کال په جنوري مياشت کي په لوبیک کي د مهاجرو یو کمپ وسوځید،۱۰ انسانان پکښې ووژل سول، خو اور اچوونکو ته تر اوسه پوري جزا نه ده ورکړل سوې. اوس هم په جرمني کي د مهاجرو کمپونه سوځي چي مجرمان یې د متوسطي طبقې دي.

https://p.dw.com/p/1HfOL
Deutschland Anschlag auf Asylbewerberheim in Rostock-Lichtenhagen 1992
انځور: picture-alliance/dpa

تقریباً هره ورځ په تلويزيونونو کي د مهاجرو د کمپونو او سرپناوو د سوځیدو تصویرونه خپريږي. په يوه تازه پېښه کي په میونستر لنډ کي یوه نامعلومه مجرم لومړی د مهاجرو د یوې تازه جوړي سوي سرپناه هنداري ماتي کړې او بیا یې اور ورواچاوه. خو لږ تر لږه لا دغي سرپناه ته تر اوسه پوري څوک نه وه ورکډه سوي، ځکه نو څوک مړ او زخمي سوي هم نه دي.

مگر شل کال مخکي بیا په لوبیک- Lübeck کي خبره بل ډول وه: د۱۹۹۶م کال د جنورۍ میاشتي پر ۱۷ناوخته ماښام د دغه ښار د هافن په سړک کي په یوه سرپناه کي ۴۸ پناه غوښتونکي اوسیدل چي په نیمه شپه پر درې نیمو بجو ورته اور واچول سو.

ځینو کسانو تر کړکیو ځانونه واچول او ځیني نور بیا د اور دزهرجن دود بند کړل. په دې پېشه کي لس انسانان ووژل سول او ۳۸ زخمیان سول چي ځیني یې سخت ول.

دا د جرمني په تاریخ کي پر مهاجرو او پناه غوښتونکو باندي تر ټولو سخته حمله وه. د دغي پيښي د شل کلنۍ په مناسبت د گلو په گيډۍ کي ښاروالۍ په یوه خط کي لیکلي دي: دا د لوبیک په معاصر تاریخ کي یو ډیره غمجنه او تراژیدي ورځ وه.

د لوبیک د هغه وخت د سوځول سوي سرپناه پرځای اوس د یوه شرکت پارکینگ دی. د هغه مخته یوه یادگاري ډبره د اوراچولو پيښه بیانوي. همدا سږکال هم دلته د هغه وخت ښارول میشائیل بوتایلر، راغلی دی، څو د هغې ورځي یادونه وکړي.

دغه حقوق پوه ۱۲ کاله د لوبیک ښاروال وو. دا چي دی خوابدی دی، سړی یې نن ورځ هم احساسوي. په دې خاطر هم چي دهافن پر سړک اور اچونه یوازنۍ اوراچونه نه وه. هغه له د دويچه ويله سره په مرکه کي د «څلورو اوراچونکو کلونو» خبري وکړې: په ۱۹۹۴م کال کي د لوبیک یوې یهودۍ کنیسې ته اورواچول سو. په ۱۹۹۵م کال کي بیا د کنیسې د سوځلو کوښښ وسو. په ۱۹۹۶م کال کي د هافن د سړک د پناه غوښتونکو سرپناه ته اور واچول سو او په ۱۹۹۷م کال کي بیا یوې کلیسا ته، ځکه چي هغې یوې الجزایرۍ کورنۍ ته پناه ورکړې وه.

خو دهافن د سړک د سرپناه اور اچوني د لسو کسانو د قتل قضیه تر اوسه پوري نه ده توضیح سوې او هیچا هم جزأ نده لیدلې. د بوتایلر، په خبره هغه وخت تحقیقات یوطرفه او پر یوه سمت تر سره سوه. یعني داچي یوازي د پناه غوښتونکو څخه تحقیقات وسوله او لکه د NSU د قاتلینو په قضیه کي چي د ترکانو څخه تحقیات او پلټني وسوې، ښی اړخه افراطي مجرمین اصلاً تعقیب نه سول. اسناد او شواهد ورک سول او د هغوی شبکه اصلاً ونه پلټل سوه.

دا خبره د برلین يو ژورناليست ولف دیتر فوگل هم تائیدوي. هغه د لوبیک د سرپناه اور اچولو په باب یو کتاب هم لیکلی دی او حتی په عنوان کي یې لا د عدلي رسوايی څخه خبر کړې ده.

خو فوگل د هغه وخت په مقایسه په ټولنه کي یو مثبت تحول ویني او هغه داچي په عامو خلگو کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو په وړاندي همدردي ډیره سوې ده. په عین حال کي دغه ژورناليست په دې وروستیو وختو کي د پناه غوښتونکو پر کمپونو او سرپناوو باندي له مخ پر ډیریدونکو حملو څخه اندېښنه هم ښوولې ده.

د پناه غوښتني حقوقو د دفاع سازمان (Pro Asyl) په ۲۰۱۵م کال د مهاجرو پر سرپناوو او کمپونو باندي د اور اچوني ۱۲۶ پيښي ثبت کړي دي چي د ۲۰۱۴م کال په پرتله څلور برابره ډیري ښيي.