1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي ځينو رد شويو مهاجرو د بيا کتنې درخواستونه ورکړي

۱۳۹۶ مرداد ۱۲, پنجشنبه

په آلمان کې نژدې نيمايي رد شوي مهاجر له محکمه څخه د خپلو دوسيو د بيا کتنې غوښتونکي شوي دي. د آلمان د مهاجرت ادره وايي چې په روان کال کې د ۱۱۹ زره رد شويو مهاجرو۴۷ سلنه يې د خپلو دوسيو د بيا کتني غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/2heYw
Symbolbild - Asyl beantragen
انځور: picture-alliance/dpa/arifoto UG/M. Reichel

د آلمان د مهاجرت ادارې (بامف) په حواله د روان ميلادي کال په لومړيو درو مياشتو کې د رد شوو مهاجرو څخه ۹،۲۳ سلنه يې په دې بريالي شوي چې محکمې ته قناعت ورکړي چې دوي د پناه مستحق دي.

دغې ادارې زياته کړې چې اکثرو نوو مرکو، د «بامف» پخوانی تصميم تائيد کړی دی. اکثره هغه دوسيې چې په دويم ځل کتنه کې يې قبولې ترلاسه کړي د سوريايي مهاجرو دي.

له دې سره جوخت د مهاجرت ادارې ويلي دي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په موده کې د ګڼ شمير وړاندې کړل شويو دوسيو په شمير کې هم کمښت راغلی دی چې اوس ۸۰ زرو ته رسيدلی دی.

د دغې ادارې په وينا، دوی د روان کال د جون او جنوري مياشتو په منځ کې د پناه غوښتنې ۴۰۰ زره دوسيې څيړلي دي چې له هغو څخه ۱۱۹ زره يې رد شوي دي. تيرکال ټولټال ۷۰۰ زره دوسيې څيړل شوې وې.

«بامف» وايي چې د روان کال تر جولای مياشتې پورې يې د پناه غوښتنې ۱۳۰ زره نوې دوسيې ترلاسه کړي چې د ۴۸ زرو په اړه يې لا تر اوسه پريکړي نه ده شوي.

له انتخاباتو مخکې سياسي جنجالونه او بحثونه

د آلمان د مهاجرت ادارې د مشري يوتا کورت له لوري دغه نوي معلومات په داسې وخت کې ورکړل شوي دي چې په هامبورګ ښار کې د تيرې جمعې ورځ له مرګونې حملې وروسته د مهاجرت پر موضوع سياسي بحثونه بیا تازه شوي دي.

په بايرن ايالت کې د انګلا ميرکل د محافظه کار قانون او نظم ملاتړ کونکی فلوريان هرمن وايي چې د هامبورګ د حمله کوونکي په څير خطرناک کسان باید مخکې له دې چې په جرم لاس پورې کړي، ژر تر ژره له عمومي چاپيريال څخه وښکل شي. 

د شتراسبورګ دخالت

په ورته وخت کې آلمانۍ ورځپاڼې «دې ويلت» خبر ورکړی دی چې په شتراسبورګ کې د «اروپا د بشري حقونو محکمې» د يو اتلس کلن مهاجر اخراج کوم چې د آلمان سترې محکمې تائيد هم لري، درولی دی. بل لور ته بيا د آلمان د جنايي جرمونو د څيړنې ادارې ويلي دي چې د روان کال په درو مياشتو کې له مهاجرو سره په تړاو د جنايي جرمونو کچه ښکته شوي او ۶۴۷۰۰ ته رسيدلی دي.

په دې منځ کې سوريې، افغان او عراقي مهاجر تر نورو يې لږ په جرمونو لاس پورې کړی دی. د پوليسو په حواله، برخلاف د الجزاير، مراکش، تونس، ګامبيا، نايجريا او سوماليا مهاجر د جرم مرتکب ګرځيدلي دي. له ظاهرې بڼې د دغو افرادو متوسط عمرونه د ۱۸ او ۲۱ کلونو ترمنځ ښودل شوی دی.

د آلمان د مهاجرت ادارې مشره کورت وايي چې د پرسونل په شمير کې زیاتوالی، په مديريت کې بدلون او ديجيتالي لور ته د دوسيو د څيړنو وړل هغه موارد دي چې مرسته يې کړې تر څو پناه غوښتونکي د يو «چټک شفافیت» په پايله کې دا ځواب ترلاسه کړي چې آيا کولای شي په آلمان کې پاته شي يا له دغه هيواده ووځي.

زموږ له ارشيف څخه: