1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي ۴۰۰۰ افغان مهاجر بيرته لېږل گواښي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۳, چهارشنبه

په آلمان کي د کډوالو چارو سازمانونو غوښتي دي چي دغه هيواد ته رارسېدلي افغان پناه غوښتونکي ژر تر ژره په ټولنه کي ادغام سي. په آلمان کي اوس نزدې ۴۰۰۰ افغان مهاجرو د پناه غوښتنليکونه وړاندي کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Fmki
انځور: S. Al-Mohamad

په آلمان کي د پناه غوښتني پلوي سازمان (Pro Asyl) د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون مياشتي ۲۴مه) په فرانکفورت ښار کي اعلان وکړ چي په افغانستان کي د امنيتي وضعيت له خرابۍ سره سره بيا هم د دغه هيواد د مهاجرو د پناه غوښتنليکونه رديږي:

«په داسي حال کي چي په افغانستان کي د ملکي وگړو تلفات يوه غمجن ريکارد ته رسېدلي او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جنگ انسانان تېښتي ته اړ کړي دي، بيا هم د دوی د پناه غوښتنليکونه نه منل کيږي.»

د آلمان په راينلند فلڅ ايالت کي د پناه غوښتني پلوي سازمان ويلي دي چي اوس مهال په رسمي توگه په دغه هيواد کي نزدې ۴۰۰۰ افغان مهاجر د بيرته ايستلو له گواښ سره مخامخ دي: «که څه هم دغه مهاجر له ډېر وخت راهيسي په آلمان کي ژوند کوي.»

دوی د آلمان له حکومته غوښتي دي چي دغو پناه غوښتونکو ته په دغه هيواد کي د اوسېدو اجازه ورکړي او د آلمان ژبي د زده کړي کورسونه ورته پرانيزي.

د کډوالو پلوی سازمانونو دغه اعلان په داسي حال کي کړی دئ چي د پنجشنبې او جمعې په ورځ د راينلند فلڅ ايالت په مرکز ماينز ښار کي د ايالتونو د کورنيو چارو د وزيرانو او د ټول هيواد د کورنيو چارو د وزير توماس ديميزير يوه غونډه پلان سوې ده.

په دغه غونډه کي به په آلمان کي له تروريزم سره د مبارزې، په صدارت ماڼۍ کي د مهاجرو په اړه د وروستۍ غونډي پر پريکړو او پناه غوښتنه باندي خبري وسي.

د کډوالو چارو سازمانونو د پناه غوښتني په برخه کي د مور او ميري چلن له غوره کولو څخه خبرداری ورکړی دئ. دوی ويلي دي چي که چيري کډوال د خپلو هيوادونو پر اساس رده بندي او د ارزانه او گران جلن وسي دا د پناه غوښتني قانون تر پښو لاندي کول دي.