1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کی د حیواناتو د خوراکی توکو نوی افتضاح

۱۳۸۹ دی ۱۷, جمعه

په آلمان کې د حيواناتو په خوراک کې د زهرجني مادي Dioxin د شتون لمن، خصوصا د چرګی په هګیوکی، نوره هم پراخه شوې ده. په ټول آلمان کې د حيواناتو د روزنې 4700 ځايونه تړل شوې دي.دغه ماده دسرطان د ناروغی لامل ګرځیدای شي

https://p.dw.com/p/Qoho
د چرګی په دی هګی کی د Dioxin ذهرجنه ماده موندل شوی ده.
د چرګی په دی هګی کی د Dioxin ذهرجنه ماده موندل شوی ده.انځور: dapd

آلمان وخت په وخت د خوراکي توکو له افتضاحو سره مخامخ شوي دي: په 1997 کال د غوايي د يو ويروس ،BSE، د تشخيص له امله په زر ګونو دغه څاروي ووژل شول. ويل شوي دي چي دغه ويروس له دي امله پيدا شو چي دغو څارويو ته د حيواني موادو څخه جوړ شوي اوړه ورکړل شوي ؤ.

په 2002 کال کي د فيل مرغ په غوښه کي د نيتروفين په نامه يوه ماده تشخيص شوه چي معمولا د هرزه ګياه د له منځه وړلو لپاره په کار اچول کيږي. په 2009 کال کي په طبيعي توګه توليد شوو هګيو کي چي په آلماني ژبه د Bio هګيو په نامه ياديږي د Dioxin بقاياوي وموندل شوي.

اوس د چرګو په هګيو کي بيا دغه ماده چي د سرطان د ناروغي لامل ګرځيدلاي شي، پيدا شوي ده.

ستونزه ښايي سر ورته وي. کار پوهان په دي نظر دي چي د حيواناتو پرخوراکي توکو باندي کنترول کمزوري دي، دغه توکي وخت په وخت د ځينو شرکتونو له خوا د زياتو ګټو د لاس ته راوړني په مقصد په هغو موادو ملوث کيږي چي ذهرجن خصوصيت لري او انساني روغتيا ته سخت تاوان اړوي او حتي د مرګ سبب ګرځي.

د المان په 11 ايالتونو کې د ډي اوکسين د ککړتيا پيښې تشخيص شوي دي. د نيډر ساکسن په ايالت کې له دې امله تر ټولو ډير د څارويو د روزنې ځايونه تړل شوي دي.

ګمان کيږي چې دوي ته په ډي اوکسين ککړ خوراک ورليږل شوې وي.

د هارلس او ينش نومي شرکت په اړه پلټنې روانې دي. دې شرکت په زرهاوو ټنه په ډي اوکسينو خچن د څارويو خوراک توليد کړې وو.

د فوډ واچ په نامه د مصرف کوونکو د حمايې د سازمان څخه کريستينا ګروس وايي چي اصلي مشکل په خوراکي موادو کي دي.د چرګانو په هګيو کي د ديوکسين موجوديت ددې خبري څرګندويه دي.

هغي وويل: «موږ په دې ښه پوهيږو چي ديوکسين د کومه ځايه څخه راځي. دا يواځي حيواناتو ته د هغو خوراکي موادو د ورکولو څخه راځي چي ديوکسين انتقالوي. اکثره وخت ديوکسين د غوړو او يا غوړو موادو څخه خوراکي موادو ته د ګډېدو د لاري داخليږي او بيا د خوراک دلاري انتقاليږي. په دغه ځاي کي بايد ډېر پام ورته وشي چي په راتلونکي کي دغه مشکل بيا رامنځته نه شي.»

د آلمان د مصرف کونکو د ساتنی وزیره Ilse Aigner
د آلمان د مصرف کونکو د ساتنی وزیره Ilse Aignerانځور: dapd

د آ لمان دولت ته تر اوسه دا معلومه ده چي د3000 ټنو په شاوخواکي ديوکسين د آلمان په لږ تر لږه اتو ايالتونو کي د خوګانو او چرګانو په خوراک کي ورګډ سوي دي.

ميرمن Britta Noras د حيواناتو د خوراکي شرکتونو د صنفي اتحاديي اتحاديې مشره وايي چي د ديوکسين نوي افتضاح د دي ثبوت دي چي بايد هر شرکت خپله دي کنترول يو سيستم ولري.

هغه زياتوي: « خبره داده چي موږ دوه د کنترول سيستمونه لرو يو سيستم په چارواکو پوري اړه لري او بل سيستم زموږ خپل دي چي د لسو يا پنځلسو کالو راهيسي د هغه څخه کار اخلو . دا ټولي هڅي د د دې دپاره چي د داسي ستونزو سره مخامخ نه شو.»

خو د د داسي شخصي کنترولونو سره سره حيواني خوراک په ذهرجنو موادو لړل شوي او نتيجه يي دا شوه اوس بازار ته په سلهاوو زره عرضه شوي هګيو کي ديوکسين تشخيص شوي دي. دولت اوس دهغه دتاوان ورکولو په اړه تصميم نيسي.

د د کرهڼي د وزارت څخه يورګين راين هولڅ وايي چي د هغه عاملينو ته بايد سخته سزا ورکړل سي.

د مصرف کونکو د چارو وزيره ايلسه آيګنر ويلي چي خپل کنترول به زيات کړي. هغي وويل: «داسي نه کيږي چي د يوې تڼي په فشار سره دي غلط مواد خوراکي توکو ته ورداخل کړاي شي ، په فابريکو کي بايد هره برخه جلا جلا کنترول شي.»

د اروپا د کرهڼيز سياست ريفورم بايد دې ته پا م وکړي چي د هغو شرکتونو سره مالي مرسته ونه کړي چي ډېر حيواني خوراکي مواد کاروي. برعکس هغه کروندې وساتل شي چي هلته حيوانات روزل کيږي او دهغه ځاي خوراک ورکول کيږي. بيا نو کېداي سي د ديوکسين لانجه له منځه ولاړه سي .

ریچارد فوکس/غوټي پوپل

کتونکی: عبدالباري حکیم