1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې جبری ودونه

حسن » بری «۱۳۸۴ اسفند ۱۵, دوشنبه

د افغانی نجونو او ښځو د گڼ شميرستونزو له ډلې نه، يوه هم د هغوی له رضايته پرته يا په جبري ډول د هغوی ودول ده.

https://p.dw.com/p/DMrk
ودونه ډېر ځله د مينې له کبله نه بلکې د زور د لارې منځ ته راځي
ودونه ډېر ځله د مينې له کبله نه بلکې د زور د لارې منځ ته راځيانځور: AP
د افغانستان د ښځو د چارو د پخوانۍ وزيرې او د بشر د حقوقو د خپلواک کميسیون د مشرې سيما » ثمر « د اټکلونوله مخې، د افغانستان د ښځواونجونو شپېته تر اتيا په سلو کې، تراوسه لاهم په جبری ډول واده کيږی - اکثراً د ماشومتوب په سن.
خو د ښځواونجونو د جبري ودولو په برخه کې، افغانستان د نړۍ يوازينی هيواد نه دی، بلکه حتی د آلمان د فدرالی جمهوريت په شان يوه مډرن اوپرمختللي هيواد کې هم، له دغې ستونزې نه نور سترگې نه شي پټېدلای لکه په آلمان کې د ميشته ځوانو ښځينه مهاجرينو جبري ودول.