1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې دوه کسان د بریدونو د پلانولو په تور نیول شوي

۱۳۹۵ دی ۳, جمعه

د جرمني پولیسو د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد په غربي ایالت کښې پر یوې مغازې باندي د برید پلانولو په شک دوه کسان نیولي دي.

https://p.dw.com/p/2UlwB
Deutschland CentrO Oberhausen, Einkaufszentrum
انځور: Imago/Hans Blossey

د برلین پر کریسمس بازار باندي له خونړي برید وروسته، په پیښې کي مشکوک لاس لرونکی انیس امیري لا هم نه دی نیول شوی. خو په ورته وخت کښې د دغه هیواد پولیس وايي چي د وروڼه ئې د جرمني په دويسبوگ ښار کي پر يوې مغازې باندي د بريد پلانولو په شک نيولي دي. دغه دوه کسان د کوسوو هيواد بلل شوي دي.

د پنجشنبې په شپه پولیسو د نورد راین ویستفالن ایالت په دویسبورګ ښار کښې ساده جامو او یونیفورم لرونکو پولیسو عملیات ترسره کړل. پولیسو په اوبرهاوسن کښې یوه ستره مغازه محاصره کړه او د عملیاتو په ترڅ کښې یې دوه کسان ونیول.

د پولیسو له خوا د خپرې شوې بیانیې په حواله دغه کسان د کوسوو هیواد څخه دوه وروڼه ښوول شوي او عمرونه یې ۲۸ او ۳۱ کلونه دي. بیانیې همدا راز دغه دوه کسان په اوبرهاوسن کښې پر سینترو «مغازه» او د کریسمس پر بازار باندې د برید پلانولو شک کيږي.

نارد راین ویستفالن د آلمان هغه ایالت دی چې د برلین د برید شکمن، انیس امیري په ۲۰۱۵م کال کښې د پناه غوښتنې په موخه راغلی وو.

په عین وخت کښې چارواکي وايي چې دوی په دې باور نه لري چې ګواکې د برلین برید او پر سینترو مغازه باندې د برید پلان دې یو له بل سره همغږي او ارتباط ولري.

پولیسو د جمعې په سهار وختي ویلي دي چې موږ په عاجله توګه د دې پلټنه کوو چې د برید پلان څومره پرمختګ کړی وو او څومره کسان د برید په دې هڅه کې شامل دي.

فدرالي څارنوالانو په دې هکله وویل چې پولیسو په برلین او نورد راین ویستفالن ایالت کښې د انیس امیري د نیولو له پاره چاڼیز عملیات پیل کړي دي. انیس امیري۲۴ کلن مهاجر د تونیس وګړی دی او چي د برلين په خونړۍ پېښه کي د لاس لرلو شک ورباندي کيږي. د لارۍ موټر په دغه بريد کي ۱۲ کسان ووژل سول او ۵۰ نور ټپيان شول.

د تورن کس د پلټني عملیات

څارنوالانو همدا راز رسنیو ته ويلي دي چې د بادن وتمبرګ ایالت په هیلبرون ښار کښې د سیلانیانو یو موټر هم پلټل شوی، خو څوک ترې نه دي نیول شوي. د برلین د پیښې له سیمې څخه اخیستل شوو ویډیوګانو کښې ښکاري چې انیس امیري، په برلين کي تر بريد وروسته، له سیمې څخه لا درکه شوی دی.

د برلین ځايي تلویزیون داسې انځورونه خپاره کړي چې پکښې انیس امیري له برید څخه څو ساعتونه وروسته د برلین په موابیت سیمه کښې په یوه جومات کښې لیدل کيږي. د یادولو وړ ده چې همدې سیمې ته څیرمه په برید کښې کارول شوی موټر تښتول شوی او پولنډي موټرچلونکی یې هم په همدې سیمه کښې وژل شوی وو.

نور مطالب: