1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ائتلاف جوړولو پر سر خبرې روانې دي

نسیم صابر (دویچه ویله)۱۳۹۲ مهر ۱۳, شنبه

په آلمان کې تر پارلماني ټاکنو تقريبا دوې اوونۍ وروسته د CDU او SPD ګوندونو تر منځ لومړنۍ خبرې اترې تر سره شوې. دا چې آيا د ائتلاف جوړولو په موخه به خبرې وشي، که نه، لا څرګنده نه ده.

https://p.dw.com/p/19u6t
انځور: picture-alliance/dpa

په برلين کې د پارلماني ټولنې په بې طرفه ساحه کې د مسيحي دیموکرات/مسيحي سوسيال اتحادي ګوندونو او سوسيال دیموکرات ګوند مرکچيانو په لومړي ځل دا خبره وڅېړله چې آيا دوی غواړي چې د ائتلاف جوړولو په سر خبرې اترې پيل کړي، که څنګه.

دواړو هيئتونو تقريبا درې ساعته سره وليدل، چې د مسیحي دیموکرات CDU او مسیحي سوسیال CSU ګوندونو ۷ استازو او د سوسیال دیموکراتانو SPD ګوند ۷ استازو په کې ګډون کړی و. د هيئتونو مشري د درې واړو ګوندونو مشرانو، صدراعظمې انګلا مېرکل (CDU)، د بايرن لومړي وزير هورست زېهوفر (CSU) او د SPD ګوند مشر، زيګمار ګابريل، وکړه.

رغوونکې خبرې اترې

د SPD عمومي منشي، آندريا نالس چې اول مايکروفون ته ولاړه وه، وويل چې خبرې اترې په يوه «پرانيستې فضا» کې تر سره شوې او د اکتوبر په ۱۴مه نېټه به دوام ورکړل شي. دې وويل چې له CDU او CSU سره هم موافق او هم جنجالي ټکي مطرح شول. نالس وويل چې «موږ د موضوعاتو مجموعې تعريف کړې دي، خو په جزياتو ونه غږېدلو.» له دې کبله نورو خبرو اترو ته اړتيا ليدل کيږي. جنجالي ټکي د نورو تر څنګ دا دي چې د SPD ګوند غوښتې دي چې په پراخه کچه دې حد اقل معاشونه تعيين شي او ماليات دې لوړ شي.

د CDU او CSU ګوندونو هم خبرې وستايلې او جدي او رغوونکې يې وبللې. د CDU عمومي منشي، هېرمان ګروېهه وويل: «دا په دې ارزي چې نورې خبرې اترې هم تر سره شي.»

د CSU عمومي منشي، الکساندر دوبرينت پايلې داسې راونغښتلې: د ائتلافي ملګرو احتمالي شمېر نه دی کم شوی.» د خبرو د دويم پړاو هدف به دا وي چې د ائتلاف جوړولو په سر خبرې اترې پيل شي.

د لوی ائتلاف د جوړولو په وړاندې اندېښنې

د CDU او CSU ګوندونه د سپتمبر د ۲۲مې نېټې د ټاکنو څرګند ګټونکي ول، چې د مطلق اکثريت د تر لاسه کولو له پاره يې ايله پنځه نورې چوکۍ په پارلمان کې په کار دي. دا چې د اقليت له لارې جوړ شوی حکومت اصلا عملي بڼه نه لري او د FDP ګوند پارلمان ته لاره نه ده موندلې، نو صدراعظمه مېرکل يو بل ائتلافي ملګري ته اړتيا لري. د SPD ګوند د هغې لومړی انتخاب دی، خو د خبرو د تر سره کېدو مخکې دغه ګوند ډېره علاقه ښکاره نه کړه.

په وروستي ځل لوی ائتلاف د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ کلونو په ترڅ کې رامنځ ته شو چې يو څه د قناعت وړ پايلې يې درلودې. د عوامو د برداشت له مخې CDU په کې ښه رول ادا کړ، چې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې ورته زياتې رايې ورکړل شوې، په داسې حال کې چې SPD ډېرې کمې رايې خپلې کړې چې په تاريخ کې يې ساری نه وو ليدل شوی.

سوسيال دموکراتان اندېښنه لري چې دغه حالت به تکرار شي، په داسې حال کې چې د انګلا مېرکل په څېر يوه صدراعظمه ډېره غښتلې ده. له دې کبله د ګوند غړي د يو لوی ائتلاف د بيا جوړېدو له کبله اندېښنې لري او دا د ګوند غړي دي چې په اخره کې بايد د ائتلاف جوړولو تړون ته خپله مثبته رايه هم ورکړي.

د بديل لاره

د تور او سور (مسيحي دیموکرات/مسيحي سوسيال او سوسیال دیموکرات) ائتلاف تر څنګ يو تور زرغون (مسيحي دیموکرات/مسيحي سوسيال او زرغون گوند) حکومتي ائتلاف هم ممکن دی. د CDU او CSU ګوندونه به راتلونکې پنج شنبه، يعنې د اکتوبر په ۱۰مه نېټه په لومړي ځل له زرغون ګوند سره خبر اترې تر سره کړي. په داسې حال کې چې په انتخاباتي کمپاين کې دغو ګوندونو د زرغون ګوند په خلاف خبرې کولې، خو هغوی اوس د دغسې يو ائتلاف جوړېدل هم ممکن بولي.