1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د افغان او چيچنيايي مهاجرو تر منځ اخ و ډب

۱۳۹۷ خرداد ۲۳, چهارشنبه

د آلمان د براندنبورګ ايالت په کاتبوس ښار کې د افغان او چيچنيايي مهاجرو ترمنځ فزيکي نښته کې څو تنه ټپيان شوي دي. پوليسو رپوټ ورکړي دي چې ۲۶ چيچنيان په دغې پيښه کې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2zUXX
Deutschland Cottbus Polizisten
انځور: DW/K. Brady

چارواکو د آلمان په سويل کې د نښتو په ډيريدو سره، د پوليسو په اداره کې موجوده ټولو ځواکونو، د تاوتريخوالي ضد پوليسو او د پوليسو يوې چورلکې ته په ښار کې د ماموريت د پيل امر کړی دی.

دغه نښتې د سه شنبې په شپه په يوه ورزشي لوبغالي کې د چيچنيايي او افغان مهاجرو تر منځ پیل شوې. په اخ و ډبونو کې يو ۲۸ کلن چيچنيايي په ملا کې ژوبل شوی او دوه نور بيا پر سر ټپونه اخيستی دي. درې افغانان هم پر مخونو ټپيونه اخيستي دي.

د سيمې د پوليسو په وينا، د دغو دوو ډلو ترمنځ نښتو حتې د روغتون په عاجل سرويس کې چيرته چې ټپيان د درملنې له پاره وړل کيږي، هم ادامه پيدا کړه. په دغه ځای کې يوه چيچني مهاجر د اوروژنې بالون د يو افغان مهاجر پر سر ګوزار کړ او هغه يې ټپي کړ.

سربيره پر دې، له سيمې څخه يوه عيني شاهد رپوټ ورکړی دی چې يوه ډله نارينه، چې په اغلب ګومان سوريايي مهاجر به ول په داسې حال کې چې د لرګيو کوتکونه يې په لاسونو کې ول یو بل سړي يې تر تعقيب لاندې نيولی وو.دې سره جوخت په يوه وخت کې د اتو افغان مهاجرو له لوري پر يوه سوريايي مهاجر د حملې رپوټ هم ورکړل شوی دی.

ویل کيږي چې فيزيکی نښتې د یکشنبې په ورځ هغه مهال پيل شوې چې چيچنيايي نارينه وو یو افغان مهاجر ټپي کړ.

د کاتبوس ښار په دې وروستيو کې د مهاجرو تر منځ د پر له پسې توګه شخړو او نښتو شاهد دی. په دغه ښار کې ډير وخت د بهرنيانو ضد حملې هم کیږي. له بل لورې د مهاجرو له خوا پر ځايي اوسیدونکو د انفرادي حملو ترسره کيدل، د سيمې د اوسیدونکو غوسې راپارولي دي. براندنبورګ ايالت د جنوري مياشتې په نيمايي کې «تر راتلونکې امر» پوري د نویو مهاجرو هستوګنځايونه بند کړل.