1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مظاهره کوونکي: افغانستان امن نه دی

۱۳۹۵ آذر ۷, یکشنبه

د شنبې په ورځ په آلمان کې يو ځل بيا افغان مهاجرو د اخراجولو په اعتراض کې مظاهرې وکړې.

https://p.dw.com/p/2TJul
Deutschland Proteste gegen die Abschiebung von Flüchtlingen in Hamburg
انځور: DW/H. Madadi

شاوخوا ۵۰۰ تنو افغان مهاجرو د شنبې په ورځ د آلمان په دوسلدورف ښار کې د افغانانو د ديپورتولو په اعتراض کې مظاهرې وکړې. مظاهره کونکي وايي چې افغانستان امن ندی او دوې دې نه اخراجوي.

«استي» په نوم د مهاجرو ملاتړکونکې ډلې له يوه غړي د آلمان خبري آژانس ته وويل چې دغه مظاهرې د افغان مهاجرو د اخراج په اعتراض کې ترسره شوي دي، چې پر طرح یې په اکتوبر مياشت کې د افغانستان حکومت او اروپايي اتحاديې هوکړه کړه.

ويل کيږي چې د دغې توافقنامې له مخې، افغانستان په څلورو راتلونکو کلونو کې له اروپايي اتحادیې څخه د ۱۳ ميلياردو يورو په ارزښت انکشافي مرستي ترلاسه کوي، چې په بدل کې به یې افغانستان ۸۰ زره هغه مهاجر چې له اروپا څخه ديپورت کيږي، مني. له دغې شميرې څخه به يواځې آلمان شاوخوا ۴۰ زره افغان مهاجر بيرته افغانستان ته استوي.

« فرياد افغانها»

د دوسلدورف مظاهرې د « فرياد افغانها» په نوم يوه بنسټ لخوا په لاره اچول شوې وې. دغه بنسټ په آلمان او نورو اروپايي هيوادونو کې ټولو افغان مهاجرو ته د امن وضعيت برابرولو غوښتونکي دي. د شنبې ورځې په مظاهرو کې اعتراض کونکو ويل چې افغانستان کې امنيت شتون نلري.

يو ۲۴ کلن افغان چې له خپلې ميرمنې او دوه اولادونو سره یې په دغو مظاهرو کې برخه اخيستې وه، « اې. پي. ډي» خبري آژانس ته يې وویل چې افغانستان ته د اخراج او ديپورتولو په صورت کې به د هغه او د کورنۍ ژوند يې د مرګ له خطر سره مخ شي.

له مهاجرو څخه ملاتړ کوونکي بنسټ وویل چې افغانستان کې د آلماني او نړيوالو ځواکونو د شتون سربیره، دغه هيواد « لا هم یو امن ځای» ندی. دغه بنسټ وويل: «مونږ د خپلو غړو او د اروپايي ټولنې څخه د لسونو زرو نور افغان مهاجرو د اخراج له طرحې سره مخالف يو. دوي داسې يو هيواد ته استول کيږي چې هلته ورته مرګ په انتظار کې دی». د دغه بنسټ په خبره، په زور او جبري توګه جنګي سيمو ته د مهاجرو اخراجول، د دغو خلکو لپاره پرته د « مرګ له سزا» نور څه ندي.

دوسلدورف ښار، چیرته چې دغه مظاهرې په کې ترسره شوي، د آلمان په لويديځ کې د ناردراین ویستفالن ايالت مرکز دی.

د دغه ايالت کېڼ اړخي ګوند پورې اړوند کريستين ليه غوښتي دي:« ټولو افغانانو ته دې چې له جګړې تښتيدلي او دلته يې پناه راوړې ده د اوسيدو مطمئين وضعيت برابر کړل شي».

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.10.2016):