1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د امریکايي سرتیري د پناه غوښتنه رد شوه

۱۳۹۵ آبان ۲۷, پنجشنبه

د امریکا د پوځ یو سرتیري چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې وه، د محکمې لخوا ورته منفي ځواب ورکړل شو. په دې کار سره د بشري حقونو فعالان سخت غوسه شوي دي او ویلي یې دي چې محکمه باید په خپله پریکړه له سره فکر وکړي.

https://p.dw.com/p/2Sr5s
Andre Shepherd US Soldat Asylantrag Deutschland
انځور: Getty Images/Johannes Simon

د آلمان په مونش ښار کې یو محکمې د امریکايي سرتیري اندري لاورنس شیفرد د پناه غوښتنې ته د رد ځواب ورکړ. د دغې محمکې ویاند، فلوریان هوبر څرګنده کړه چې محکمه دې نتیجې ته ورسیده چې له جنګي جرمونو څخه د خلاصون له پاره د امریکا د متحده ایالاتو له پوځ څخه تیښته د حل آخري لار نه ده. 

دغه امریکايي سرتیري د امریکا په پوځ کې د تخنیکر په توګه خدمت کوو او ټاکل شوې وه چې نوموړی به د دوهم ځل له پاره په ۲۰۰۷م کال کې عراق ته د جنګي ماموریت له پاره ولاړ شي، خو هغه په عراق کې د امریکا د پوځ له یوې اډې څخه په تیښته بریالی شو او د آلمان په بایرن ایالت کې یې له خپلو ملګرو سره ژوند پیل کړ.

له دې پیښې وروسته دغه ۳۹ کلن امریکايي سرتیري په آلمان کې د پناه غوښتنه وکړه، خو آلماني چارواکو د هغه د پناه غوښتنه رد کړه. شیفرد چې ډیر زیات ډاډه وو چې هغه په حقه دی، د آلمان د مونشن محکمې ته یې د پناه غوښتنې د دوسیې د څیړنې له پاره مراجعه وکړه.

دغې محکمې د شیفرد دوسیه په ۲۰۱۳م کال کې د اروپا عالي محکمې ته ولیږله، ترڅو د اروپا د پناه غوښتنې د قانونو په اساس د هغه دوسیه وڅیړل شي. د ۲۰۱۵م کال په فبروري میاشت کې د اروپا د عالي محکمې تر پریکړې وروسته د شیفرد ناهیلي ډیره شوه.

د عراق د جنګي ماموریت ترڅنګ بیا ځلې قرارداد

د پناه غوښتنې د لړۍ ترڅنګ، د چهارشنبې په ورځ شیفرد باید د څلورو ساعتونو له پاره د محکمې په ناسته کې خپل دلیلونه او نظريې تشریح کړي. محکمې له هغه څخه د امریکا د پوځ سره د کار له پیل نه تر تیښتې پورې بشپړ معلومات غوښتل. د قضایانو له پاره د امریکا له پوځ سره د هغه دوهم ځلې قرارداد پریکړه ستونزمنه کړه او د محکمې پر وړاندې یې د شیفرد اعتبار تر پوښتنې لاندې راوست.

شیفرد په خپلو خبرو کې وویل چې د قرارد په نوي کولو سره هغه هڅه کوله چې بیا عراق ته ونه لیږل شي. هغه همدا راز وویل چې د امریکا د پوځ اړوند افسر ورته ډاډ ورکړی وو چې په نوي قرارداد سره به هغه عراق ته ونه لیږل شي

د شیفرد مدافع وکیل راینهارد مارکس وايي چې  محمکې د څو ساعتونو له پاره د دې پرځای چې په اصلي موضوع خبرې وشي، د شیفرد د اعتبار په هکله خبرې او بحث وکړ. مارکس د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې اصلي پوښتنه دا ده چې «آیا هغه یعنې شیفرد په جنګي جنایاتو کې د ګډون له خطر سره مخ وو او که نه؟»

د بشري حقونو د څار ډلې د محکمې تر پریکړې څو ساعتونه وروسته وویل چې هغوی به د شیفرد ملاتړ ته ادامه ورکړي. دغه سازمان همدا راز ويلي دي چې محکمې له وړاندې نه خپله پریکړه کړې وه او د عراق د جنګ په هکله یې د شیفرد څرګندونې په سمه توګه ونه څیړلې.

شیفرد د امریکا د متحده ایالاتو لومړی اوسیدونکی دی چې له پوځي خدمت څخه تر تیښتې وروسته د آلمان د بیرق تر سیوري لاندې یې د پناه غوښتنه کړې وه. شیفرد له یوې آلمانۍ ښځې سره واده کړی او امریکا ته د هغه د بیرته لیږلو څخه ویره شتون نه لري.