1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د بهرنيانو غونډه بريالۍ گڼل شوې ده

۱۳۸۶ تیر ۲۲, جمعه

سياسي گوندونو او بېلابېلو ټولنو د آلمان د لومړۍ وزيرې په ماڼۍ کې د بهرنيانو د ټولنيز کېدو غونډه يوه لويه لاسته راوړنه بللې ده.

https://p.dw.com/p/DKID
په آلمان کې دا مهال پنځه لس مليونه وگړي ژوند کوي چې خارجي اصل لري
په آلمان کې دا مهال پنځه لس مليونه وگړي ژوند کوي چې خارجي اصل لريانځور: AP
نوموړو ټولنيزو سازمانونو دغه ليدنه کتنه د تفاهم او پوهاوي په لاره کې يو »مهم گام« بللی دی. د پنج شنبې په غونډه کې د آلمان دولت، د ولايتونو او ولسواليو استازو او د بهرنيانو اتحاديو د نورو ټولنيزو ډلو په شمول د بهرنيانو په وړاندې د يوې نوې پاليسۍ او د يو نوي تړون پرېکړه کړې وه. دغو ډلو څلور سوه ټکي راپه گوته کړي چې آلماني ټولنې ته د خارجيانو د ورگډېدو دپاره اړين بلل شوي دي. په آلمان کې دا مهال پنځه لس مليونه وگړي ژوند کوي چې خارجي اصل لري. خو له بلې خوا د ترکانو يو گڼ شمېر ټولنو گډون نه و کړی او د کډوالو د يو نوي قانون په وړاندې يې احتجاج کړی و.