په آلمان کې د ماشومانو د بې وزله کيدو ګواښ
۱۳۹۵ آبان ۳, دوشنبهدا معلومات د بې وزلۍ او شتمنۍ د رپوټ د هغه مسودې څخه په لاس راغلي چې دمګړۍ پرې د آلمان د حکومت له خوا غور کيږي او د «Saarbrücker Zeitung» ورځپاڼې ته رسېدلې ده. د آلمان د حکومت له خوا په وړاندې کړل شوې دغه مسوده کې یو مثبت ټکې دا دې چې د تېرې يوې لسيزې له پيله تر نيمايي پورې یې د ماشومانو د بې وزلۍ کچه لوړه شوې نه ده.
د نورې اروپا په پرتله ښه وضعه
د بې وزلو کورنيو تناسب ته په کتو سره چې د ژوند يوه معين معيار او اړوندو توکو ته محدود لاس لري، په آلمان کې ۵ سلنه ماشومان اغیزمن دي چې دا شميره د اروپايي ټولنې د نورو غړيو هيوادونو په پرتله چې هلته ۹ سلنه ماشومان اغيزمن دي، ډيره ټيټه ده. د ټولو ۱۲،۹ ميليون ماشومانو څخه چې په آلمان کې ژوند کوي، ښايي يوازې ۲،۴ ميليونه د بې وزلۍ له خطر سره مخ وي، ځکه د دوی کورنۍ د اوسط مياشتني عايد څخه ۶۰ سلنه کم عايدات په لاس راوړي.
د اوږدې مودې بې کاري
کورنيو ته ډير خطر هله متوجې کيږي چې اوږده موده په هغه اندازه معاش ونه لري چې د منځني قشر نور غړي یې ترلاسه کوي. د اوږدې مودې بې کاري د يوې کورنۍ پر ټولنیز مقام اغیز لري او د مالي ستونزو سره يې هم مخامخ کوي.
په دغه رپوټ کې هم ويل شوي: د ماشومانو د بې وزله کيدو خطر هغه وخت ډير زياتيږي او ۶۰ سلنه ته رسيږي چې والدين یې دنده ونه لري. د رپوټ په حواله په آلمان کې د کابو یو ميليون ماشومانو مور و پلار دواړه بې کاره دي. د رپوټ د مسودې په حواله که چيرې له مور او پلار څخه يو تن هم د کار خاوند شي نو د ماشومانو د بې وزله کيدو خطر يې ۱۵ سلنه راټيټيږي. د مور او پلار دواړو د کار په صورت کې دغه خطر یوازې ۳ سلنه وي. خو په آلمان کې يوازې هره ۷ کورنۍ داسې ده چې ښځه او خاوند دواړه دې کار ولري.
د رپوټ د مسودې په حواله د هغو ماشومانو او ځوانانو شمير چې په اصطلاح مرستو ته په اړو کونيو کې ژوند کوي، د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ م کالو ترمنځ ۵ سلنه ته راټيټ شوی دی.