1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مسجدونو د دولتي کنترول غوښتنه؟

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۰, جمعه

د ترهگرۍ پر ضد مبارزې له پاره د آلمان په پارلمان کې د مسیحي ائتلاف د جناح مشر فولکر کاودر، د دولت له لوري د مسجدونو د کنترول غوښتنه کړې ده. د هغه په خبره د امامانو تبلیغ د آلمان له«دولتي تفاهم» سره قسماً سمون نه لري.

https://p.dw.com/p/1IfCd
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د مسیحي ائتلاف فراکسیوني مشر فولکر کاودر، د «برلینر څایتونگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي دي چې آلمان هغه یو هیواد دی چې دولت پر دین لوړ گڼل کیږي. د هغه په خبره «دغه څه ته باید ټول ژمن وي او د ټولو مذهبونو استازي او منسوبین هغه ومني.»

د مسیحي دیموکرات گوند (سي ډي یو) نوموړي سیاستوال په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې په ځینې مسجدونو کې داسي تبلیغ کیږي چې د آلمان د دولت له تفاهم سره همغږي نه لري. کاودر وویل: «دولت ته پکار ده چې په دې برخه کې باید کنترول ولري.»

د حکومت د بل ائتلافی گوند مسیحي سوسیال گوند (سي اس یو) له خوا پر نورو سربیره دا غوښتنه چې امامان باید خپل وعظ په آلماني ژبه وکړې، کاودرد یوه «ظاهري بحث» په توگه یاده کړ. هغه وویل: «د ایټالویانو له پاره ټولنیز عبادت په ایټالوي ژبه کیږي. په کنیسه کې په عبراني ژبه کیږي. دا ټول د منلو وړ دي.»

د مسلمانانو پر مرکزي شورا انتقاد

د اسلام پر سر د بحثونو په ترڅ کې د اې اف ډي یا د آلمان له پاره بدیل په نوم گوند مشري فراوکه پیترې، د مسلمانانو اتحادیې د ادغام د ستونزو له پاره مسوولي گڼلي دي او په عین وخت کې یې د مسلمانانو د مرکزي شورا پر مشر ایمان مزایک، باندي نیوکي کړي دي. هغې ویلي دي: «د ښاغلي مزایک له پاره به غوره وي چې په خپلو لیکو کې د یهودیت ضد وجوهات وڅېړي او د اسرائیلو د موجودیت د حق په هکله پوښتنه روښانه کړي.»

په دې سره هغې د مزایک هغه تور ته غبرگون ښوولی وو چې له مخې یې گوندي د اې اف ډي گوند په آلمان کې اسلام له تهدید سره مخامخ کړی دی.

مرکزي شورا پیتري ته د خبرو بلنه ورکړې

د مسلمانانو مرکزي شورا له خپل اړخه د اې اف ډي گوند مشرې ته د خبرو اترو بلنه ورکړې ده. مزایک د «نیون اوسنا بروکر څایتونگ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې پیتري ته په کتبي توگه د مدیره هیئت په راتلونکې غونډه کې د گډون بلنه ورکړل شوې ده، څو د مهاجرو او همداشان له اسلام سره دښمنۍ پر موضوعاتو ورسره بحث وکړي. هغه زیاته کړې ده: «موږ غواړو چې پوهه شو: هغه ولې له مسلمانانو کرکه لري.»

پیتري له یوې آلمانۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي دي چې هغه په لومړي ځل له دغه بلنې څخه خبره شوې ده او په وینا یې هرو مرو به د خبرو اترو له پاره یوه نېټه ومومي. د هغې په خبره د یو او بل په اړه تر غږیدو یو له بل سره خبري کول غوره دي.