1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مسلمانانو مخ پر ډیریدونکې مذهبي تنوع

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۱۷, یکشنبه

د اروپا په تر ټولو گڼ میشته هیواد آلمان کې تر اوسه پورې د مسلمانانو لویه برخه ترکانو تشکیلوله. خو اوس په دغه هیواد کې د په سلگونه زره کډوالو له راتگ سره د اسلام تشخیص بدل شوې دی او مذهبي تنوع په کښې مخ پر ډیریدو دی.

https://p.dw.com/p/1H1p0
انځور: picture-alliance/dpa/S. Loos

د آلمان خبري آژانس DPA په خپله یوه مقاله کې لیکلي دي چې په روان کال کې آلمان ته د راتلونکو کډوالو لویه برخه په کورنۍ جگړه کې د ښکیلو هیوادونو سوریې، عراق او یا هم د افغانستان اتباع دي. دغه کډوال د مسلمانانو په توگه له اسلام څخه د دوی مختلف برداشت، مذهب او تصور له ځان سره راوړي.

په آلمان کې تر درې میلیونو ډیر مسلمانان ژوند کوي. د دغه لوی مذهبي اقلیت تشخیص به ډیری وختونه د ترکانو په حواله کیده، دا ځکه چې په آلمان کې د مسلمانانو تر ټولو لوی اکثریت ترکان ول.

خو اوس دغه تناسب مخ پر بدلیدو دی. نه یوازې دا چې په آلمان کې د ترکي نژاده مسلمانانو شمیر مخ پر کمیدو دی، بلکې په مجموع کې په آلمان کې د پخوا په پرتله اوس عرب مسلمانان ډیر شوي دي او یو ډول مذهبي تنوع رامنځته شوې یا د رامنځته کیدو په حال کې ده.

د دې کار یوه نتیجه دا هم کیدای شي چې اوس د تر ټولو لوی اقلیت په توگه له مسلمانانو سره خبرې اترې نور هم اړینې شوې دي، ځکه چې تر اوسه پورې په آلمان کې د مسلمانانو یو داسې ټولنه یا کوم بنسټ وجود نه لري چې د مسلمانانو ټولې مذهبي ډلې پرې را ټول شي.

پناه غوښتونکي مسجدونه لټوي

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې که هغه هر مذهب وي هغه مهاجر یا د بې کوره شوو خلکو لاس نیوی کوي. کله چې یو مسلمان کډوال آلمان ته را ورسیږي د خپل عبادت له پاره شاوخوا سیمو کې مسجدونه لټوي. په دې توگه نه یوازې دا چې دغو کډوالو ته د مسلمانانو یوه قوي ټولنه حاصلیږي، بلکې په راتلونکي کې له همدې امله په آلمان کې د مسلمانانو د مختلفو لویو ټولنو په پیاوړي کیدو او اغیزمنتوب کې هم ډیر والې رامنځته کیږي.

د آلمان په مائنز ښار کې د اسلامي چارو کارپوه مروان ابو طعام په حواله په آلمان کې د مسلمانانو تر ټولو لویه ټولنه دیتیب (Ditib) نومیږي چې د ترک ټبره مسلمانانو اتحادیه ده. د مسلمانانو نورې ټولې ټولنې تر دې کوچنۍ دي، له همدې امله د یوه آلماني له پاره د اسلام تر ټولو دقیق مفهوم هغه څه وي چې دوی یې په ترکي اسلام کې ویني.

د مروان ابو طعام په خبره آلمان ته د راتلونکو کډوالو تر ټولو لویه برخه اکثره سوریایې کډوال تشکیلوي. له دې څخه داسې معلومیږي چې اوس په آلمان کې له اسلام څخه فهم د ترکیې اسلام پر ځای د عربي مسلمانو او د هغوې د مذهب پر لور میلان مخ پر ډیریدو دی. د بیلگې په توگه په راتلونکې کې به د Ditib پر ځای د «په آلمان کې د مسلمانانو مرکزي شورای» پياوړی شي، ځکه چې د دې ټولنې ډیري غړي عرب مسلمانان دي.

همدارنگه آلمان ته د عراقي کډوالو په راتگ سره به په دغه هیواد کې د شعیه مذهبه مسلمانانو شمیر هم لوړ شي. د دې تر څنگ له افغانستان او افریقایې هیوادونو څخه د راتلونکو مهاجرینو په راتگ سره په دغه هیواد کې د مسلمان اقلیت د مختلفو ملیتونو تناسب هم توپير وکړي، کوم چې په آلمان کې د اسلام په ټولیز انځور کې به د لازیات تنوع سبب وگرځي.