1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مسلمانانو ټولنو يو گډه شورا رامنځ ته کړه

۱۳۸۶ فروردین ۲۲, چهارشنبه

څلور اسلامي سازمانونو په آلمان کې د مسلمانانو يوه گډه شورا جوړه کړې ده. دغه شورا به په راتلونکي کې د آلمان د دولت دپاره د خبرو يوه غاړه شي. څلور واړه ټولنې بيا هم غواړي چې خپلواکې پاتې شي.

https://p.dw.com/p/DKJF
په دغه شورا کې د مسلمانانو څلور غټې ټولنې ونډه لري
په دغه شورا کې د مسلمانانو څلور غټې ټولنې ونډه لريانځور: AP
د آلمان د کورنيو چارو وزارت تېر کال يوې ستونزې ته گوته نيولې وه، هغه دا چې د مسلمانانو سره د تماس نيولو او د خبرو د پاره يوې غاړې شتون نه درلود. په نوې جوړې شوې شورا کې د ترکانو اسلامي اتحاد، د مسلمانانو مرکزي شورا، د آلمان د اتحادي جمهوريت د اسلام شورا او د اسلامي کلتوري مرکزونو ټولنې غړيتوب غوره کړی دی.