1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرو ډیپورت کیدل څنګه ترسره کیږي؟

ګونا اندريا / م.ک. ص.۱۳۹۵ خرداد ۲۳, یکشنبه

آیا په آلمان کې هغه مهاجر چې منل شوي ندي په فوري توګه دې له دغه هیواد څخه وښکل شي او که په خپله خوښه دې له دغې خاوري څخه وتلو ته تیار شي؟ تفصيلي معلومات دلته لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/1J56d
انځور: picture alliance/dpa/C. Charisius

له هیواد څخه د ډیپورت کولو اصطلاح چي په آلمان ژبه ورته Abschiebung ويل کيږي هغه وخت کارول کیږي چې د آلمان پولیس هغه کسان چې آلماني پاسپورتونه نه لري، له دغه هیواد څخه وتلو ته اړ کړي.

د يادي پروسې په ترڅ کي هغو مهاجرو ته چې آلمان کې منل شوي ندي او اړونده ادارې يا محکمې يې د ايستلو حتمي پرېکړه صادره کړې وي، خبر ورکول کیږي چې باید د ۳۰ ورځو په دننه کې له دغه هیواده څخه ووځي، که چیري دوی دغه کار په خپله خوښه نه ترسره کوي نو په هغه صورت کې به اړ ویستل شي چې له دغې خاوري څخه وښکل شي.

هغه پناه غوښتونکي چې د کوم « امن هیوادونو» څخه وي، د یوې اوونۍ په دننه کې له دغه هیواد څخه ووځي.

پناه غوښتونکي په څه ډول له آلمان څخه ووځي؟

په ډیریو رپوټونو کې داسې راغلي دي چې پولیس سهار وختي مهاجر له خوبه پاڅوي او د کالي او وسایلو تر تړلو وروسته یې د هوايي ډګرونو پر لور لیږدوي. پولیس وايي، له دغې وسیلې نه په کار اخیستنې سره دوی غواړي مطمین شي چې هغه کسان چې په پام کې ده ډیپورت شي، ونه تښتي او دومره ژر خپل اصلي هیواد ته ورسیږي چې د هغه ځای چارواکي یې وشي کړای په خپل کاري ساعتونو کې کارونو ته رسیدګي وکړي.

د مهاجرو ډیری ډيپورت د هوا له طریقه تر سره کیږي او جره کسان په ورځنیو پروازونو کې خپلو هیوادونو ته استول کیږي. هغه مهاجر چې منل شوي نه دي هغوی په کرايي الوتکو کې په ډلیزه توګه خپلو هیوادونو ته ډیپورت کیږي چې له ۵۰ تنو څخه نیولې تر ۱۵۰ تنو پورې کسان په کې وي. د مهاجرو د ديپورتولو بهیر د زیاتیدو په حال کې دي. دغه بهیر په ټوله اروپا کې د اروپايي اتحادیې له پولو څخه د ساتنې آژانس (فرانتکس) لخوا تنظیمیږي.

د دیپورتولو ممنوعیت Abschiebungshindernis څه وخت اعتبار موندلی شي؟

کله چې د آلمان حکومت د مهاجرو یا پناه غوښتونکو غوښتنه رد کړي، بیا ګوري چې آیا عارض کس په خپل هیواد کې د یو «مشخص ګواښ لاندې چې ژوند یې په خطر کې وي» قرار لري او آزادي یې په خطر کې ده او که نه؟

د بیلګې په توګه د ډيپورت حکم د هغو کسانو په اړه نه صادریږي کوم چې په خاصو ناروغیو اخته وي او خپل هیواد کې یې د درملنې امکانات نه وي یا هغه مهاجر چې د خپلې درملنې پیسې ونلري او یا یې ماشومانو ته په خپل هیواد کې پر سختو ناروغیو د اخته کیدو امکانات موجود وي.

کوم کس لپاره چې د ډيپورت د ممنوعیت حکم صادر کیږي هغه ته د یوه کال اقامت ورکول کیږي او دغه اقامه د وخت تر پوره کیدو وروسته د بیا تمدید کیدلو امکان لري. د ډیپورت د ممنوعیت حکم په نادره یا کمه توګه صادریږي. د پناه غوښتنې په برخه کې د ۱۹۴ زره نیول شویو تصمیمونو څخه یوازې زر مواردو کې یې د ډيپورت ممنوعیت اعلان شوی دي.

د آلمان هغه ایالاتونه چې مهاجر په کې میشت دې، څه رول لري؟

د آلمان ۱۶ ایالتونه او بهرنیو اتباعو لپاره د رسیدګۍ ځانګړې ادارې په دغو ځایونو کې د ډيپورت د حکم د عملي کولو مسئولیت لري. دغه ادارې به د آلمان د مهاجرت ادارې له لورې د حکم تر اعلانیدو وروسته، د نه منل شویو مهاجرواو یا د هغوی د «زغم» په باب به خپل تصمیم نیسي.

مهاجرو ته په آلمان کې د Duldung یا «زغم» اسناد هغه وخت ورکول کیږي، چې د قانونی او عملي دلایلو له مخې«لا هم» د هغو د ديپورټولو امکان موجود نه وي.

څو بیلګې: د هغو مهاجرو چې د ډيپورت حکم يې صادر شوی وي، خو هغوې سره د خپل هیواد معتبر پاسپورت نه وي او له همدې امله یې خپل هیواد له منلو ډډه وکړي او مهاجر له جدي ناروغۍ او ناتوانیو سره مخ وي، په دغه صورت کې ورته د دولدونګ یا زغم اسنادو د تمدیدولو امکان شتون لري.

د آلمان د سوسیال دموکرات یا ( SPD) تر قیادت لاندې ایالتونه؛ لکه: نارد راین ویستیفالین او راین لند فالتس بیا ټینګار کوي چې په دې برخه کې ډيپورت کول د حل یوازنۍ لاره نده، دوي وايي چې د مشورو وروکولو له لارو هم کیدای شي چې ډیر هغه مهاجر چې منل شوي ندي دې ته حاضر کړل شي چې په دواطلبه توګه خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

خو د دوې بر خلاف د بایرن ایالت چې رهبري یې د آلمان مسیحي سوسیال ګوند کوي(سی اس یو) وايي چې دوی به د ډيپورت حکم پرته له هیڅ ډول ځنډه عملي کوي.

د ډيپورت حکم د عملي کولو په باب د آلمان هر ایالت متفاوت نظرونه لري.

د مهاجرو د ادغام په برخه کې د «رسنیزو خدماتو» په نوم د یوه سازمان کتنې ښيي چې له ټول آلمان څخه ديپورټ شوي مهاجر دوه برابره د هغې شمیرې دي چې په ساکسن ایالت کې د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ نه تر نومبر میاشت پورې په خپله خوښه وتلي وو. خو د راین لند فلتس په ایالت کې بیا د نه منل شویو مهاجرو څخه ۹۰ سلنه یې په داوطلبه توګه له آلمان څخه وتلي دي.

آلمان په تیرو کلونو کې په څه شمیر مهاجر ډیپورت کړي دي؟

له ۲۰۱۳ کاله راپدیخوا آلمان کې د ډيپورت بهیر مخ په چټګیدو شوی دی. په ۲۰۱۴م کال کې ۱۱ زره او په ۲۰۱۵م کال کې ۲۱ زره کسان آلمان څخه ډيپورت شوي دي. دغه راز د روان کال له پیل څخه د اپریل میاشتې تر پایه پورې، ۹ زره هغه مهاجر چې منل شوي نه وو؛ له دغه هیواد څخه ډيپورټ شوي دي.

مهاجر کومو هیوادونو ته ډيپورت کیږي؟

په تیرو کلونو کې په ځانګړي توګه د بالکان هیوادونو؛ لکه: صربستان، مقدونیه، کوزوو، البانیا او بوسنیا هرزیګووینا اتباع، له آلمان څخه ډیپورت شوي دي. د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو په ۲۰۱۲ کال کې د سوري مهاجرو ډيپورتول وځنډول یا یې په تعلیق کې راوستل، دغه قانون د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې تمدید شوی دی.

تر اوسه باید څه شمیر مهاجر له آلمان څخه وتلي وی؟

د ۲۰۱۵م کال په منځ کې پرله پسې اعلان شو چې په آلمان کې ۵۴۰ زره مهاجر چې منل شوي ندي ژوند کوي چې له ډلې څخه ډیری یې د څه باندې لسو کلونو راپدیخوا دغه هیواد کې میشت دي.

کوم مهاجر چې منل شوي ندي باید هغه وخت سمدلاسه له آلمان څخه ووځي چې د دولدونګ یا«زغم» اسناد ونلري. دغو شرایطو سره د ۲۰۱۵ کال په منځ کې یوازې۵۱ زره مهاجر برابر ول. د آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په ۲۰۱۶ کال هم تقریبا په همدې شمیره مهاجر باید سملاسي دغه هیواد پریږدي.

د داوطلبه مهاجرو د ډيپورتول بهیر څه ډول پرمخ وړل کیږي؟

په ټوله کې سړی ویلی شي، چې د ډيپورتولو هغه موارد چې په داوطلبه توګه د حمایتي پروګرامونو له لاره ترسره کیږي په څرګند ډول د هغو مواردو په پرتله زیات دي کوم چې په «اجباري» توګه ډيپورټ کیږي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې په ۲۰۱۶م کال د اپریل میاشتې تر پایه هم له ۲۰ زرو څخه زیات مهاجر په خپله خوښه له دغه هیواد څخه وتلي دي.

د یوې ناظرې میرمن نظر څه دی؟

آلمان په ۲۰۰۱م کال کې د دویزیلدورف ښار په هوايي ډګر کې د مهاجرو د ډيپورتولو له بهیر څخه د نظارت لمړنۍ مستقل مرکز لاره، چې په ټوله اروپا کې بې بیلګې وو.

میرمن دالیا هونِه، د یوه خیریه سازمان لخوا په دغه هوايي ډګر کې د مهاجرو د بشري حقونو د رعایت په برخه کې د ډيپورت له بهیر څخه نظارت کوي. دغه میرمن وايي چې په دویزلدورف هوايي ډګر کې د ډيپورت بهیر چټک شوی او کوم مهاجر چې په دغه حکم کې راځي په بد روحي وضعیت کې قرار لري.

د میرمن هونِه په خبره، هغه مهاجر چې د یوې زیاتې مودې لپاره به «زغم کیدل» هغوي هم، د پولیسو لخوا د مخکینو خبرداریو سربیره ،غافلګیر کیږي. هغه وايي: «ما داسې کسان هم ولیدل چې خپلې عینکې یا درمل یې له یاده وتلي وو او پیسې یې هم نلرلې». میرمن هونه د ډیپورت له بهیر څخه د نظارت لپاره د لا زیات پرسونل او هغو ته د زیاتو قضايي حقونو غوښتونکې ده.