1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د يوه افغان په ګډون د اوو تنو د زړورتيا ستاينه

۱۳۹۶ مرداد ۱۲, پنجشنبه

د هامبورګ پوليسو د يو افغان په ګدون هغو اوو تنو ته د زړورتيا جايزه ورکړه چې د تيرې جمعې په ورځ يې د چاړه په لاس يو بريد کونکي مخه نيولې وه. دغو کسانو وشوای کړل چې په دې کار سره يې د لا زياتو تلفاتو مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/2he1k
Hamburg Auszeichnung Zivilcourage
انځور: picture-alliance/dpa/S. Schuldt

د هامبورګ د پوليسو رئيس رالف ماير، په دې کار سره دغه کسان د « ژوند ژغورونکي» او د « غيرعادي زړورتيا» لرونکي وبلل. ماير زياته کړه: « په دې کې هيڅ د خو او مګر ځای نشته. دا يوازينۍ لاره ده چې کولای شو د دا ډول حمله کونکو مخه ونيول شي.»

هغه زیاته کړه چې دا يو ښه او پر ځای کار وو او د ډيرو انسانانو د وينې تويولو مخنيوی پرې شوې.

د هامبورګ د پوليسو مشر له دغو کسانو څخه د «بارمبيک اتلانو» په څير ستاينه وکړه. هغه دغه ځوانان د مدني زړورتيا «يان-کاران» جايزې په ورکولو وستايل. دغه جايزه له ځانه سره ۳۵۰۰ يورو هم لري.

د پوليسو او رسنيو د رپوټونو پر اساس، دغو کسانو کې يو ترکی، يو آلمانۍ او پاتې نور افغانان او تونسيان دي. د يان-کاران جايزه د هامبورګ د يوه پخواني سناتور په ياد، د کار او علومو لپاره نومول شوې ده. هغه د دغې جايزې بنسټ ايښودونکی وو.

د دغې جايزې يو ګټونکی له افغانستان څخه توفیق عرب دی. د «دې ويلت» ورځپاڼې په وينا دغه۲۱ کلن ځوان په ۲۰۱۲ کال کې د پناه غوښتونکي په توګه آلمان ته راغلی وو. ورځپاڼې ليکلي دي چې عرب سربيره پر دې چې آلماني ژبه يې زده کړې په ورستيو کې يې په ايديکا مغازه کې د کسب زده کړه هم پيل کړې ده.

دغه افغان د جمعې په ورځ د همدې مغازې د حساب ورکولو پر څوکۍ ناست وو چې يو بريدګر په کې د چاړې په وسيله يو تن وواژه او څو تنه نور يې ټپيان کړل. توفيق عرب د پيښې پر وخت له خپلې څوکې پورته شو او له حمله کونکي سره يې مبارزه پیل کړه. د « دې ويلت» د رپوټ پر اساس توفیق ويلي دي: «زما لپاره دا مهمه وه چې بايد د هغه له لاسه چاړه واخلم.»

چوکۍ په لاس د بريد ګر پر وړاندې

د تيرې اوونۍ د جمعې په ورځ د احمد.آ په نوم يو ۲۶ کلن سړی د هامبورګ ښار په بارميک نومې سيمه کې يوه سوپرمارکيت ته ننوت. هغه هلته د پخلنځي په چړې يو ۵۰ کلن سړی وواژه او اووه تنه نور يې سخت ټپيان کړل.

د پوليسو لخوا ستايل شويو ځوانانو د بريدګر پر لور د څوکيو او نورو شيانو ګوزارول پيل کړل او بلاخره بريالي شول چې د هغه د تيښتې مخنيوی وکړي. ورسره جوخت پوليس هم پرته له ځنډه سيمې ته ورسيدل او بريدکونکی یې ونيوه. دغه ځوانان تر پيښې وروسته په رسنيو کې د «بارمبيک اتلانو» په نوم وستايل شول.

څيړونکي په دې اړه د يوې افراطي برید خبره کوي چې په انفرادي توګه د احمد آ، له لوري ترسره شوې ده. د دوي په خبره، احمد آ چې د روانې لحاظه ثبات نه لرود، د دغه اقدام څخه يې لږ د مخه سخت دريځه شوی وو. د احمد قضيه د فدرالي څارنوالۍ له خوا څيړل کيږي. د رپوټونو پر اساس، دغه بريدګر غوښتل په دغه بريد کې د يو «شهيد» په توګه مړ شي. تر اوسه داسې معلومات چې په دغې پيښې کې د احمد آ د جرم شريک او يا يې د کومې تروريستي ډلې سره اړيکي لرل وښيي، ندي ترلاسه شوي.

(dpa, afp, die Welt)

زموږ له ارشيف څخه: