1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ټاکنو د مبارزې وروستی تود پړاو

مسعود جهش (AFP, dpa)۱۳۹۲ شهریور ۲۹, جمعه

نظر پوښتنې ښيي چې د آلمان د اوسنۍ صدراعظمې انګلا میرکل مسیحي دیموکرات اتحاد (CDU) په راتلونکو ټاکنو کې د نورو ګوندونو په پرتله مخکښه دی. په آلمان کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د مرکزي پارلمان له پاره ټاکنې کیږي.

https://p.dw.com/p/19l0V
د آلمان د سوسیال دیموکراتانو ګوند SPD د مخکښ نوماند پیر شتاینبروک
د آلمان د سوسیال دیموکراتانو ګوند SPD د مخکښ نوماند پیر شتاینبروکانځور: picture-alliance/dpa

د پنجشنبې په ورځ آلماني سیاستوال په ډیرو ځایونو کې ظاهر شول او خلکو ته یې ویناوې وکړې. نظر پوښتنې ښيي چې د آلمان د اوسنۍ صدراعظمې انګلا میرکل مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) او د هغه متحد گوند مسیحي سوسیال (CSU) کیدای شي چې دغه ټاکنې وګټي. خو که چیرې د میرکل د اوسني ایتلافي حکومت بل ملګری ګوند آزاد دیموکرات (FDP) ونه توانیږي چې فدرالي شورا یا بوندستګ ته لاره پیدا کړي نو CDU او CSU په یوازیتوب سره حکومت نه شي جوړولای. د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) هم د ټاکنیزو مبارزو پر وخت اعلان کړی دی چې د شنو یا زرغون ګوند سره به ایتلافي حکومت جوړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې ښایي دغه دواړه متحد ګوندونه هم ونه شي کړای چې په یوازیتوب سره راتلونکی حکومت جوړ کړی.

د یوې نوې نظرپوښتنې پر اساس د انګلا میرکل CDU ګوند اوس هم له ۳۸ سلنه رایو سره په سر کې دی. تر CDU وروسته سوسیال دیموکراتان له ۲۸ سلنه رایو سره په دویم مقام کې قرار لري. تر دغو دوو ګوندونو وروسته د آلمان د شنو ګوند له اته سلنه رایو سره دریم دی.

په نظر پوښتنې کې د میرکل د مسیحي دیموکرات ګوند اوسني ایتلافي ملګري آزاد دیموکرات ګوند (FDP) یوازې شپږ سلنه رایې ګټلې دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ګوند د آلمان په مرکزي پارلمان کې د پاتې کیدو له پاره لږ تر لږه پنځه سلنه رایو ته اړتیا لري.

«د اندیښنی وړ خبره نه ده»

د پنجشنبې په ماښام د SPD، FDP، CDU او شنو ګوندونو د سیاستوالو په یوې تلویزیوني مناظرې کې د FDP یا آزاد دیموکراتانو ګوند د راتلونکې په اړه خبرې اترې وشوې. تر دې مخکې دغه ګوند د بایرن په ایالتي ټاکنو کې یوازې ۳.۳ سلنه رایې تر لاسه کړې وې او په دې ترتیب سره یې د بایرن ایالتي پارلمان ته لاره ونه موندله. FDP د دوشنبې په ورځ د آلمان د مرکزي پارلمان یا «بوندستګ» د ټاکنو له پاره د یوه نوي ټاکنیز کمپاین د په لاره اچولو اعلان وکړ.

د آلمان د فدرالي شورا د ټاکنو له پاره د آزاد دیموکراتانو مخکښ نوماند راینر برودرلي، د خپل ګوند په اړه اندیښنو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «د وارخطايي له پاره هیڅ دلیل نه شته.» برودرلي همداراز د میرکل مسیحي دیموکراتانو او آزاد دیموکراتانو تر منځ د ایتلاف پر دوام باندې هم ټینګار وکړ. هغه وویل: «د ایتلاف دوام به د صدراعظمې په توګه د میرکل د پاتې کیدو په معنی وي.»

«زه غواړم صدراعظم شم»

په عین حال کې په برلین کې د «د آلمان د سوسیال دیموکراتانو ګوند SPD» د مخکښ نوماند پیر شتاینبروک، په زرهاو ملاتړې سره راټول شوي ول ترڅو له هغه څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړي. شتاینبروک پر آلمانانو باندې غږ وکړ چې د یکشنبې په ورځ خپلې رایې وکاروي. هغه وویل: «خپل د رای ورکولو له حق څخه ګټه واخلئ. ولاړ شئ او رایې ورکړئ.» شتاینبروک په خپلو خبرو کې د آلمان پر صدراعظمې سختې نیوکې وکړې او ویې

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب