1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ښي اړخو تاوتریخوالی زیات شوی

۱۳۹۵ تیر ۹, چهارشنبه

په آلمان کې د ښي اړښو بازار تود او هغوی د افراطیت وحشت مخ په ډیریدو دی. همدا اوس یو شمیر خلک له دوی سره یوځای کیږي. آیا دا د ترور یو نوی ډول دی؟ او د اسلامستانو له اړخه گواښ څومره لوړ دی؟

https://p.dw.com/p/1JFM1
Deutschland Rechtsextremismus
انځور: picture alliance/dpa/B. Thissen

تیر کال نوی نازیانو او د پردو(بهرنیانو) ضد ښي اړخو ډلو د آلمان حکومت له پاره یو نوی موضوع رامنځته کړی ده. دوی د کډوالو له کړکیچ څخه د پناه غوښتونکو او ټولو بهرنیانو پر ضد د کرکې پارولو د ابزار په توگه استفاده کوي.

دوی بریالي شوي دي چې له دې طریقه د خپلو پلویانو شمیر زیات کړي او پر ځان متکي شي.

د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې د یوه نوي رپوټ پر بنسټ په دغه هیواد کې د ښې اړخو شمیر ورځ تر بلې ډیریږي. په ځانگړي توگه تیر کال دغه هیواد ته د ډیر شمیر کډوالو راتگ د ښې اړخو په گټه تمام شوی او د مهاجرو پر وړاندی تاوتریخوالی ډیر شوی دی. له بلې خوا نوموړې اداره د اسلامستانو له خوا د گواښ ډیریدو څخه هم خبرداری ورکوي.

ښي اړخي د ودی په حال کې دي او د بل هر وخت په پرتله تاوتریخوالي ته آماده دي. دا د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې د نوی راپور یو له اندیښمن کوونکو پایلو څخه ده.

په تیرو کلونو کې به نوي نازیانو په پرله پسې ډول خپل اهمیت له لاسه ورکاوه. خو اوس پاڼه اوښتې ده او دوی یو وار بیا په ټولنه کې مطرح شوي دي. د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې د رپوټ پر بنست تیر کال ۲۲۶۰۰ تنه د دوی پر شمیر علاوه شوي دي. نوموړې اداره د دوی نیمایې (۱۱۸۰۰ تنه) د «تاوتریخوالي» خوښوونکي بولي.

د آلمان د اساسي قانون ساتونکو په دغه رپوټ کې په ډیره لوړه کچه د ښې اړخو له خوا د تاوتریخوالي او په انټرنټ کې د بهرنیانو پر ضد د دوی د تبلیغ د ډیرید خبره کوي.

د ټول آلمان په کچه ښې اړخي لاس په کار شوي دي. دوی بهرنیان زوروي، سیاستوال او خبریالان گواښي، د کډوالو د کمپونو مخ ته راټولیږي او مظاهرې کوي او یا هم د مهاجرو سرپناو ته اور لگوي. د دا ډول بریدونو شمیر تیر کال په بی ساري توگه ډیر او تر پنځه برابره لوړ شوی دی.

په تیرو میاشتو کې داسې څو ډلې افشا شوې چې د کډوالو پر سرپناو د برید پلان پر درلودلو تورن شوي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، خبردارۍ ورکړ چې «د نویو ښي اړخو او ترورستي جوړښتونو رامنځته کیدو خطر مخ پر ډیریدو دی».

نوی نازیان او د بهرنیانو ضد خلک په انټرنټ کې هم ډیر فعاله شوي دي. د «امادیو انتونیو بنسټ» چې د ښې اړخو ضد فعالیتونو ملاتړ کوي، د دوی ستراتیژۍ او پروگرامونه څاري.

دغه بنسټ خبردارې ورکوي چې ښي اړخي افراطیان تیر کال په بی ساري توگه د کرکې رامنځ ته کولو، توطیو خپرولو، تاوتریخوالي ته د خلکو رابلل، د مهاجرو په هکله شاعیات خپرولو په برخه کې فعاله دي او د انټرنټ له لارې د آلمان عام خلکو ته نږدې شوې دي.

د نویو نازیانو او ښې اړخو گوندونو یوه ځانگیړینه په دې کې ده چې دوی خپل اصلي اهداف پټ ساتي او ځان د آلمان د عادي اتباعو په توگه معرفي کوي چې د کډوالو مخ پر ډیریدونکي بهیر اندیښمن کړي دي.

اسلامستان

د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې د رپوټ پر بنسټ د اسلامستانو او د هغوي د پلویانو په شمیر کې هم په پرله پسې ډول زیاتوالی راغلی دی. په ځانگړي توگه سلفیان توانیدلي دي چې په دې برخه کې بریالیتوب ترلاسه کړي. په همدی منځ کې د ټول آلمان په کچه ۸۹۰۰ تنه ځان د دغې ډیرې محافظه کارې ډلې یوه برخه بولي.

د دوی تر منځ داسې ډیر کسان شته چې د یوې مودې تر تیریدو وروسته د سوریې او عراق جگړی ته ځي. اوس د دغې سیمې پر لور د اسلامستانو د تلو بهیر لږ څه کمزوری شوی دی چې یو دلیل یې په دغو دوو هیوادونو کې د «اسلامي دولت» یا پخواني داعش ترهگرې ډلې پوځي ماته ده. خو آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې مسئولین وایې چې دا په هیڅ شکل د خبرداري د ختمیدو له پاره دلیل نه شي کیدلی.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، په خبره د دغو ماتو په پام کې نیولو سره دا خطر موجود دی چې داعش خپله توجه اروپا ته را واړوي او دلته په بریدونو لاس پورې کړي.

د اساسي قانون د محافظانو په خبره آلمان باید تمه ولري چې داعش کیدای شي په اروپا او په ځانگړي توگه په آلمان کې د بریدونو ترسره کولو نوې طرحې جوړې کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب