1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په آلمان کې د کډوالو د شمیر محدودولو غوښتنې

۱۳۹۵ مهر ۲۶, دوشنبه

زيهوفر یو ځل بيا ټينګار کړی چې آلمان ته دې په کال کې د راتلونکو مهاجرو شمير تعين شي. د هغه غوښتنه دا ده چې دغه شميره بايد له ۲۰۰ زره څخه لوړ نه وي. دغه وړاندیز د آلمانۍ صدر اعظمې انګلا میرکل، له خوا رد شوی.

https://p.dw.com/p/2RIGl
Deutschland Horst Seehofer und Angela Merkel in Potsdam
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger

د آلمان د بایرن مسیحي سوسیال اتحاد ګوند مشر هورست زیهوفر، چې تر دې وړاندې ېې هم د صدراعظمې انګلا میرکل د مهاجرت سياست په اړه خپل مخالفت ښکاره کړی، يو ځل بيا ويلي دي چې آلمان ته د داخليدونکو مهاجرو لپاره دې په قانوني توکه یوه کلنۍ سرحد وټاکل شي.

زيهوفر ويلي چې دغه شميره بايد په کال کې له دوه سوه زرو څخه وانه وړي. دا هغه غوښتنه ده چې په پرله پسې توګه د صدراعظمې انګلا میرکل لخوا رد شوې او نه ده منل شوي.

په پام کې ده چې په راتلونکي ميلادي کال کې په آلمان کې عمومي ټاکنې ترسره شي. مهاجرت او د مهاجرت کړکیچ ته د رسيدګي موضوع، اوس په آلمان کې په داسې ېوې مهمې موضوع بدله شوې چې آن د آلمان ټاکنې يې تر خپل سيورې لاندې راوستې دي.

زيهوفر چې د یکشنبې په ورځ يې له آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» سره خبرې کولې، وويل چې د مهاجرو د کلنۍ شمير د تعينولو په موخه يې خپلې هڅې کړندۍ کړي دي چې په روانه مياشت کې ورته د حل لاره پیدا شي.  

د بايرن د مسيحي سوسيال ګوند رهبر ویلي دي چې آلمان تير کال د ۸۹۰ زره مهاجرو د راتلو شاهد وو، خو د روان کال په نهو مياشتو کې ۲۱۳ زره مهاجر راغلي دي چې دا د تير کال په پرتله ډیر کموالی ښيي. 

هغه وايي که څه هم له دغو پايلو څخه «راضي» دي خو پر دې ټينګار کوي چې دغه محدوديت دې قانونې شي چې په راتلونکو کلونو کې د ۲۰۱۵ کال په شان بحران له تکراریدو څخه مخنيوی شوی وي.

انګلا میرکل چې تر اوسه يې نه دي ویلي چې ایا په راتلونکې ټاکنو کې به ځان ونوموي او که نه، د شنبې په ورځ د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند د ځوانانو ډلې سره د ليدو پر مهال د زيهوفر د تازه غوښتنو په اړه څه و نه ویل. 

هورست زيهوفر دغه راز د «بيلد ام زونتګ» ورځپانې سره په مرکه کې وويل چې هغه تصميم لري چې د خپلو مسئوليتونو له ډلې څخه له يوه څخه يې ځان ګوښه کړي، خو هغه دغه خبره په مشخصه توګه روښانه نکړه.

زيهوفر اوس مهال د بايرن د مسيحي سوسيال اتحاد ګوند مشر او د بايرن ايالت لومړی وزير دی. هغه ويلي دي چې د آلمان په راتلونکي پارلمان کې به په احتمالي توګه د پنځو ګوندونو پر ځای، اووه ګوندونه رول ولري.