1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د کډوالو ضد تعصب په اړه اندیښنه

آژانسونه / ستار جهش۱۳۹۴ آبان ۲, شنبه

د اروپایي ټولنې د کمیټې مشر یان کلود یانکر، په آلمان کې د بهرنیانو ضد تعصب په اړه اندیښنه څرګنده کړه. یانکر په داسې حال کې په دې اړه اندیښنه څرګندوي چې آلمان د پناه غوښتنې اصلاح شوي قانون په پلي کولو پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/1GtdI
Dresden Pegida Demonstration Polizei
انځور: Reuters/F. Bensch

یانکر د شنبې په ورځ د «فونکې میدیا ګروپ» له ورځپاڼو سره په مرکه کې وویل چې که چیرې په مظاهرو کې د تعصب د شعارونو پایله پر کډوالو باندې بریدونه وي، نو بیا دی چمتو دی چې د دغه شان «په اصطیلاح اتباعو» په اړه اندیښنه څرګنده کړي.

د اروپایي ټولنې د کمیټې مشر دا هم ویلي دي چې ډیری آلمانیان بیا له کډوالو سره د «نفرت په ځاي مینه» کوي. دا هغه شعار دی چې د بهرنیانو پر ضد د تعصب کوونکو پر وړاندې کارول کیږي. یانکر زیاتوي: «دا ما ته روحیه رابخښي.»

په بریدونو کې ډیروالی

یانکر په آلمان کې د کډوالو پر ضد د بریدونو تر یوې لړۍ وروسته، په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. د ۲۰۱۴کال په پرتله د کډوالو پر ضد حملي له دوو برابرو څخه هم ډیرې شوي دي.

همدا تیره اوونۍ د کولن ښار پر ښاروالې هنریته ریکر، چې د کډوالو ملاتړ او هغوی ته د استوګنځایونو د برابرولو له کبله مشهوره ده، د چړې برید وشو چې د برید انګیزه د کډوالو ضد تعصب وو. په آلمان کې د یهودانو مرکزي شورا هم د دې هیواد له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د ښي اړخه افراطیت مخه ونیسي.

د دې شورا مشر جوزف شوستر، د آلمان «میتل دویچ سایتونګ» ورځپاڼې ته ویلي دي: «له ښي اړخه افراطیت سره مبارزه باید د امنیتي او سیاسي ادارو کاري لومړیتوب وي.»

شوستر زیاته کړې ده: «د آلمان حکومت باید کډوال او رضاکاران خوندي وساتي. د ښي اړخه افراطیانو د حملو د ډیروالي په اړه د آلمان د فدرالي جنایي پولیسو(BKA) اخطار باید په جدي ډول تعقیب شي.» هغه زیاته کړه چې د آلمان پولیس نورو همکارانو ته اړتیا لري.

Slowenien Parlament stimmt Einsatz der Armee an der Grenze zu
انځور: Reuters/L. Foeger

د آلمان د کډوالو نوی قانون پلي کیږي

دا په داسې حال کې ده چې آلمان د کډوالو له پاره د خپل نوي قانون پلي کول پیل کړل. د دې نوي قانون هدف دا دی چې د کډوالو د پناه غوښتنې بهیر ته چټکتیا ور وبخښل شي او همدا راز هغه کډوال بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته واستول شي چې غوښتنلیکونه یي په آلمان کې نه منل کیږي. د دې قانون په بلې برخې کې دا هم راغلي دي چې هغو کډوالو ته به د ادغام اسانتیاوې برابریږي چې په آلمان کې د اوسیدو اجازه ترلاسه کوي.

پر دې قانون باندې سختې نیوکې هم شوي دي او د صدراعظمې انګلا میرکل خپل مسیحي دیموکرات ګوند(CDU) هم دا پالیسي ناپایداره ګڼلې ده. د صربستان، بلغاریا او رومانیا لومړي وزیران هم د شنبې په ورځ په دې اړه خبرې کوي چې د ژمي په یخنیو کې د کډوالو کړکیچ په څه ډول کابو کړي. همدا راز هغه اروپایي هیوادونه چې د اروپایي ټولنې غړي نه دي د یکشنبې په ورځ غونډه نیسي چې د کډوالو کړکیچ له پاره یوه مشترکه تګلاره جوړه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب