1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د کډوالو پر کمپ برید، عمدي وو

ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۱۲, یکشنبه

د آلمان پولیسو د یکشنبې په ورځ وویل چې د مرکزي آلمان په یوه پخواني لوبغالي کې چې اوس د لس کډوالو استوګنځای دی، د اورلګیدني پیښه په اصل که یو عمدي عمل وو.

https://p.dw.com/p/1GiNU
Ungarn Österreich Grenze bei Nickelsdorf
عکس له آرشیف څخهانځور: picture-alliance/epa/I. Filep

په دې پیښه کې څوک نه دی ژوبل شوي. اورلګیدنه د فریمار ښار د جمنایزم خوا ته په تشنابونو که پیل شوه او ډیر ژر اصلې ودانۍ ته ورسیده.

د آلمان د ترنګیا ایالت لومړي وزیر بودو رامیلو، په خپل ټویټر ټولنیزې پاڼه کې لیکلي دي: «دا یو استوګنځای ته د عمدی اوراچونې پیښه وه. دا پر هغو خلکو برید وو چی له موږ څخه پناه غواړی.»

آلمان ته ډیر شمیر کډوال د سوریې او افغانستان په شان جنګځپلو هیوادو څخه راځی. په وروستیو وختونو کې د کډوالو پر کمپونو باندې بریدونه ډیر شوی دی. په دی هیواد کې یوه نوې ټولپوښتنه ښیی چی د هغو آلمانیان شمیر چې د کډوال د راتګ له کبله ویره لري مخ په ډیریدو دی.

اروپايي ټولنه د روان کال له پیل راهیسې د ډیر شمیر کډوالو له راتګ سره مخامخ شوې ده. له سوریې، افغانستان او نورو هیوادونو څخه اروپايي ټولنې ته ډیری رسیدونکي کډوال له اتریش څخه تر تیریدو وروسته ځانونه آلمان ته رسوي او په دې هیواد کې پناه غواړي.

آلمان او یو شمیر نور اروپايي هیوادونه اوس هڅه کوي چې د دې ټولنې نور غړي هیوادونه هم د هغه وړاندیز منلو ته اړ کړی چې له مخې یې رسیدونکي کډوال د هیوادونو د نفوس پر اساس، په دې ټولنه کې پر پرتو هیوادونو باندې ویشل کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب