1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تروریستي برید طراحان د بند په سزا محکوم شول

ولفگنگ دیک/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۲, پنجشنبه

د آلمان یوې محکمې څلور تنه د القاعدې د ترهگرۍ شبکې د غړیتوب او په آلمان کې د یوه خونړي برید د پلانونو په تور په سزا محکوم کړل. د دغې ډلې مشر د ۹ کلونو او نور درې تنه غړي هر یو د ۷، ۵ او څلورنیمو کلونو په بند محکوم کړل.

https://p.dw.com/p/1DmEZ
انځور: picture-alliance/dpa/C. Seidel

په ۲۰۱۱م کال کې د القاعدې شبکې په آلمان کې د خونړیو بریدونو پلان لاره. خو په صحیح وخت کې څلور شکمن کسان ونیول شول او دغه پلان شنډ شو. له دوو کلونو راهیسې د دغو کسانو محاکمې ادامه لرله. اوس د پنجشنبې په ورځ محکمې خپله پریکړه اعلان کړه.

د څارنوال په اقامه دعوی کې راغلي دي چې د گڼې گوڼي په ځای کې د خوشه يي بمونو چاودنه پلان شوې وه ترڅو په وینا یې د ډیری انسانانو وینه توی کړي. زیاته شوې ده چې ده چې تر هغې وروسته په ژغورونکو کسانو باندې هم دوهمه چاودنه پلان شوې وه.

په اصطلاح «د دوسلدورف د څانگې» یوه شکمن عامل د القاعدې شیخ یونس الموریتاني، ته لیکلي وو: «هو! زموږ شیخه، موږ خپلې وعدې ته ژمن پاتې کیږو. موږ به د سپو پر وژلو لاس پورې کړو.» الموریتاني ته د دغه برید د اصلي طراح په سترگه کتل کیږي.

په دوسلدورف کې د تورنو کسانو له لوري دغه بریښنا لیک او دې ته په ورته نورو شکمنو بریښنا لیکونو کې جزئیات، په پاکستان کې د القاعدې د شبکې د مشر اسامه بن لادن په کور کې هم موندل شوي وو. دغه بریښنا لیکونه د کمپیوټرونو پر ذخیرو یا هارډیسک، باندې ثبت کړای شوي وو. کله چې د ۲۰۱۱م کال په می میاشت کې امریکایي عسکرو بن لادن په پاکستان کې په خپل پټ کور کې وواژه نو دغه هارډیسکونه یې لا ځانه سره راوړي وو او امریکایي چارواکو ته یې وسپارل.

څرنگه د برید مخه ونیول شوه؟

د آلمان په دوسلدورف ښار کې د څلورو کسانو پلانونه، د امریکا متحده ایالاتو ملي امنیتې ادارې یا (NSA) ته، د اسامه بن لادن تر وژلو د مخه معلوم شوي وو. د PRISM په نوم څارونکي پروگرام په آلمان کې د القاعدې د څانگې موجودیت حس کړی وو. تر هغې وروسته امریکا متحده ایالاتو آلمان ته په دې هکله معلومات ورکړل. د آلمان د جنایي جرمونو فدرالي ادارې په عاجل ډول غبرگون وښود. د «کومېت» په نوم ځانگړي کمېسیون شکمن کسان هره شېبه تر څارنې لاندې ونیول. تلیفونونو ته به یې غوږ نیول کیده او د یوه خاص پروگرام په واسطه به یې بریښنا لیکونه هم لوستل کیدل.

دغه کار تر هغه وخته پورې دوام وکړ چې وضعیت کړکیچن شو. دغو کسانو په لوی مقدار کې اور لگیدونکي مواد رانیولي وو. څیړونکي پر دې پوهیدل چې د (Hexamin) د سون له موادو څخه په بم جوړولو کې استفاده کیدای شي. دا چې دغو کسانو په دوسلدروف کې په یوې عادي څو پوړیزي ودانۍ کې دغه کار پر مخ بیوه، نو څیړونکي په دې آند وو چې وضعیت ډیر خطرناک کیدای شي.

څیړونکو دا خطر نه شو قبلولی چې احتمالا د بم جوړونې په ترڅ کې په دغه څو پوړیزه ودانۍ کې بې گناه انسانان ووژل شي. د ۲۰۱۱م کال د اپریل میاشتې پر ۲۹مه نېټه د اسامه بن لادن تر وژل کیدو درې ورځې وړاندې، د یوه احتمالي عمل د تر سره کیدو د مخه د آلمان د فدرالي پولیسو ځانگړو قطعاتو د دوسلدروف پوهنتون ته څیرمه پر دغه ودانۍ هجوم وروړ او درې شکمن کسان یې ونیول. څلورم تېښتیدلی کس بیا د ۲۰۱۱م کال د دسمبر په میاشت کې ونیول شو.

شکمن عاملین

د نیول شویو کسانو د ډلې مشر ۳۳ کلن عبدالعبدیم، دی چې د مراکش هیواد پورې تړاو لري. عبدالعبدیم په ۲۰۰۱ کال کې آلمان ته راغلی وو او په ۲۰۱۰م کال کې د افغانستان او پاکستان پولې ته څیرمه د ترهگرو په یوه روزنیز مرکز کې وو. تر دې دمخه نوموړي تر ۲۰۰۹م کاله د بوخم په پوهنتون کې د موټرو د برق په برخه کې زده کړې کړې وې. پر دې سربیره نورو شکمنو عاملینو لکه ۳۰ کلن آلماني حلیل، د خپل نیول کیدو تر وخته کار او یا یې هم لوړې زده کړې کولې. همداشان ۲۳ کلن ایران الاصله آلمانی حمید، د گمنازیم شاگرد وو او ۳۴ کلن مراکش الاصله آلمانی جمیل بیا برقي وو.

محکمه

دا چې دغه تورن کسان څه شي د برید پلانولو ته وهڅول لا تر اوسه معلومه نه ده. هغوی د دوو کلونو او د محاکمې د پروسې په ۱۶۲ ورځو کې له څه ویلو څخه ډډه کړې ده. آن هغوی د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دوی پر ضد لگول شوي تورونه سم دي، هم څه نه دي ویلي. د دغه برید د اصلي طراح شیخ یونس څخه هم په دې هکله پوښتنه ناممکنه ده. یونس په موریتانیا کې په یوه زندان کې دی. د شمالي افریقا چارواکو له هغې څخه د پوښتنو گرویږنو او د یوې قانوني مرستې غوښتنه رد کړې ده.

اوس د آلمان د ناردراین ویستفالن ایالت تر ټولو لوړې محکمې ته بې له دې نور څه نه دي پاتې چې د امنیتي کړیو له لوري د راټول کړی شویو شواهدو او د نورو عیني شاهدانو خبرو ته خپله توجه واړوي. د دغه پروسې په جریان کې له ۱۶۰ کسانو څخه پوښتنې شوي دي. په دغه ډله کې ۲۲ کارپوهان، د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي پولیسو یا FBI او د آلمان د جنایي فدرالي پولیسو چارواکي، د ترهگرۍ د چارو کارپوهان او همداشان د استخباراتي ادارو مشران شامل دي.

څارنوال له محکمې څخه د دغو څلورو کسانو له پاره د درو څخه تر نهو کلونو د بند د سزا غوښتنه کړې وه.

شکمنو عاملینو تر اوسه له څه ویلو ډډه کړې ده
شکمنو عاملینو تر اوسه له څه ویلو ډډه کړې دهانځور: picture-alliance/dpa/C. Seidel