1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې نوی چپي گوند سوسيال دموکرات گوند ته گواښ پېښوي

۱۳۸۶ خرداد ۲۸, دوشنبه

د اونۍ په پای کې په آلمان کې يو نوی کيڼ لاسی گوند جوړ شوی دی. اوس گڼ شمېر اتحاديې له سوسيال دموکرات گوند څخه غواړي چې په خپله کړنلاره کې دې بدلون راولي.

https://p.dw.com/p/DKIW
د چپي گوند د تاسيس کنگره
د چپي گوند د تاسيس کنگرهانځور: PA/dpa
د خوراکي توکو د اتحاديې مشر فرانڅ يوزف مولنبېرگ وويل چې نوی کيڼ لاسی گوند به د آلمان په گوندي جوړښت کې د تغييراتو سبب وگرځي. سره له دې چې نوی چپي گوند لا د ټول آلمان په سطح د ايتلاف جوړولو وس نه لري خو کېدای شي چې دغه حالت تر راتلونکو انتخاباتو پورې بدل شي.