1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې ولسمشر څرنگه ټاکل کیږي

۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعه

د قانون له مخې باید په آلمان کې نوی ولسمشر د پخواني ولسمشر له گوښه کیدو څخه ۳۰ ورځې وروسته وپیژندل شي او بیا په خپل کار پیل وکړي. «د ولسمشر د ټاکلو له پاره فدرالي شورا» ولسمشر ټاکي.

https://p.dw.com/p/144xe
انځور: Reuters

دغه شوار د آلمان د فدرالي جمهوریت د پارلمان له استازو، د ایالتي پارلمانونو له غړو او د ځینو مخورو اجتماعي شخصیتونو څخه چې د قوي گوندونو له خوا ټاکل کیږي جوړه شوې ده.

حاکم حکومتي گوندونه او نور هغه گوندونه چې د آلمان په پارلمان کې څوکۍ لري کولای شي چې د دغه مقام له پاره خپل نوماندان وروپیژني. خو ډیر وخت هغه نوماند د آلمان د ولسمشر په توگه ټاکل کیږي چې د حاکمو گوندونو له خوا پیژندل شوی وي.

د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل، چې د آلمان د مسیحي دیموکرات گوند مشري هم پر غاړه لري ویلي دي چې ژر به له خپلو نورو ائیتلافي گوندونو سره یو ځای د ولسمشرۍ له پاره خپل نوی کاندید وروپیژني.

کریسیتان وولف چې د مسیحې دیموکرات د گوند غړی دئ هم د انگلا میرکل له خوا د آلمان د ولسمشر په توگه معرفي شوی وو.

داسې ښکاري چې انگلا میرکل د ولسمشرانو په معرفي کولو کې ښه بخت نه لري ځکه چې وولف دویم ولسمشر دئ چې د هغې له خوا پیژندل کیږي او مخکې له دې چې کاري دوره ئې پای ته ورسیږي له خپلې دندې څخه استعفأ کوي.

له کریستیان وولف څخه مخکې هورست کوهلر د آلمان ولسمشر وو. هغه په افغانستان کې د آلمان د ماموریت په هکله د خپلو خبرو په خاطر له دغې دندې څخه استعفا وکړه.

کوهلر افغانستان ته له یوه لنډ سفر وروسته ویلي وو چې آلماني ځواکونه د دغه هیواد د اقتصادي گټو ساتلو له پاره مهم رول لوبوي.

مسعود جهش/ عارف فرهمند
کتونکی: نسیم صابر