1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د پناه غوښتنې اوږده لړۍ

سید ریاض (کارلا بلیکه)۱۳۹۲ آبان ۲, پنجشنبه

څوک چې آلمان ته د کډوال په توگه راځي او د پناغوښتنې عریضه کوي، باید د یو اوږد انتظار او د ډیرو محدودیتونو اټکل وکړي. خو د آلماني ادارو له دغه چلند څخه ډیری کډوال ناراضه دي او د مخالفت په اعتصابونو یې لاس پورې کړی دی.

https://p.dw.com/p/1A5aN
pixel
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د برلین ښار د براندنبورگ دروازې مخې ته شاوخوا ۲۵ کډوالو د لسو ورځو له پاره د نه خوړو اعتصاب وکړ. که څه هم هغوی اوس خپل اعتصاب پای ته رسولی دی، خو لا تر اوسه د خپلو غوښتنو څخه لاس په سر شوي نه دي. د دغو کسانو نیمایي برخه د خپلو پناغوښتنې د دوسیو د څیړلو انتظار باسي.

اوس دغه پناغوښتونکي د برلین د کرویڅ بېرگ په یوه کلیسا کې ورځې او شپې سبا کوي. د دغو کسانو ځیني د آلمان له بایرن ایالت څخه برلین ته ورغلي دي چیرې چې هغوی لا تر مخه د آلمان د پناغوښتنې د سیاست په اړه احتجاج کړی دی. د هامبورگ په ښار کې هم پناغوښتونکو او د پناغوښتونکو ملاتړي گروپونه سړکونو ته راوتلي ول. دغو ټولو غوښتنه کوله چې په آلمان کې باید د پناغوښتونکو له پاره په شرایطو کې ښه والی رامنځ ته شي.

یو کډوال چې د پناغوښتنې عریضه یې وړاندې کړي وي، باید د یوې اوږدې مودې انتظار اټکل وکړي. د آلمان د کډوالو او پناغوښتنې د فدرالې ادارې ویاندې کترین هیرزیلیند، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د پناغوښتنې د یوې عریضې څیړل کابو اتو میاشتو وخت ته اړتیا لري. د هغې په وینا ځیني انفرادې عریضې ډیر کم وخت ته اړتیا لري او ځینې بیا ډیره موده نیسي. پر دې سربیره په آلمان کې د اوسیدو د اجازې ډاډ هم په هیڅ صورت کې نه ورکول کیږي.

د ۲۰۱۳م کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د کډوالو او پناغوښتونکو فدارلې ادارې د پناغوښتونکو یو په دریمه برخې ته په آلمان کې د اوږدې مودې د پاتې کیدو اجازه ورکړې او نورې عریضې بیا رد شوې دي.

د کډوالو د ادارې تر پریکړې پورې د کډوالو ژوند په یوه تعلیقي حالت کې قرار لري. په لومړنیو نهو میاشتو کې یو پناغوښتونکی د کار کولو اجازه نه لري او د بایرن او زاکسن په شان ایالتونو کې خو ځیني کډوال حتی له خپلې یوې ټاکلې ساحې څخه د وتلو اجازه هم نه لري. په نورو ایالتونو کې د اوسیدولو شرایط بیا دومره سخت نه دي. خو په دغو ایالتونو کې هم کډوال یوازې گاونډيو ایالتونو ته د سفر کولو اجازه لري.

زرغون گوند غواړي چې د پناغوښتنې په سیاست کې بدلون راشي

هغه کډوال چې په آلمان کې د کډوالو د ادارې د اصطلاح له مخې «ځغمل» کیږي، یعنی یوه موقتي اقامه تر لاسه کوي، د هغوی په اړه پراخ مقررات موجود دي. دا هغه کسان دي چې د آلمان د کډوالو د ادارې له لوري یې د پناغوښتنې عریضې رد شوي دي، خو په خپل اړوند ایالت کې د بهرنیانو چارو د ادارې له لوري هغوی خپل هیواد ته لا استول شوي نه دي. د دی وجه ښایي دا وي چې دغه ډول پناوړونکي دي چې د بیرته ستنیدو د سفر توان نه لري او یا په خپل هیواد کی یې جګړه روانه ده او ژوند یې له خطر سره مخامخ کیږي. په یو شمیر ایالتونو کې هغه کډوال چې موقتي اقامه لري د دولت له لوري له اجتماعي خدماتو څخه برخمن نه وي او نه پیسې ورکول کیږي. هغوی خواړه او نور ضرورتونه د کوپن پواسطه تر لاسه کوي. هغوی باید د خپلې اقامې د تمدیدولو له پاره هر شپږ میاشتې وروسته عریضه وړاندې کړي. په هر صورت کې داسې انتظار کیږي چې هغوی باید د امکان په صورت کې ژر تر ژره آلمان پریږدي. دغه کار د هغوی ادغام کابو ناممکنه کوي.

کډوال اروپا ته د رسیدو په موخه پر خپل ځان باندې ډیر گواښونه مني چې په ځینو مواردو کې د هغوی د ژوند په بیله تمامیږي.
کډوال اروپا ته د رسیدو په موخه پر خپل ځان باندې ډیر گواښونه مني چې په ځینو مواردو کې د هغوی د ژوند په بیله تمامیږي.انځور: Reuters

له کډوالو سره دغه ډول چلند د اپوزیسیون د سیاستوالو او مرستندویه ټولنو له انتقاد سره مخامخ دی. د آلمان په پارلمان یا بوندستاگ کې د زرغون گوند پارلماني مشره کترین گیورنگ اېک هاردت، وایي: «موږ باید په آلمان کې له کډ‌والو سره بل ډول چلند وکړو.»

زرغون گوند غواړي چې د کار کولو په برخه کې لگول شوي محدویتونه له منځه یوسي او په دې برخه کې په ډیره کچه د ولس د ملاتړ انتظار لري. د زرغون گوند پارلماني مشره وايي: «د بیلگې په توگه د کسبه کارۍ په سکتور کې ډیری خلک موږ ته وایي چې طبعا د هغو خلکو له پاره چې مسلکي کارونه یې زده وي او دلته راغلي، کار لري.»

د آلمان په پارلمان کې د زرغون گوند استازی فولکر بېک، هم د کډوالو سره د آلمان د فدارلي ادارې د چلند په اړه خوښ نه دی هغه وایي تر دې دمخه چې د کډوالو او پناغوښتونکو اداره د هغوی د پناغوښتنې عریضه ردوي «دا مهمه ده، چې دغه فدرالي اداره دې خبرې ته په دقت سره فکر وکړي، چې د پناغوښتونکي په هیواد کې د بشري حقونو وضعیت څه ډول دی.»

د دوبلین دوه، شخړه ییز مقررات

د اکتوبر په میاشت کې د ایټالې د لمپېدوسا ټاپو ته څیرمه د دو کښتیو د ډوبیدو په پایله کې تر ۳۰۰ زیاتو کسانو د وژل کیدو وروسته، د اروپا په سطحه د کډوالو موضوع د هر چا په خوله ده. هغه کسان چې ژوندي پاتي شوي دي باید په ایټالیا کې د پناغوښتنې عریضه ورکړي. د «دوبلین دوه مقرراتو» له مخې هغوی آلمان ته نه شي راتلاي، آن که دلته خپلوان هم ولري. د اروپایي ټولنې د دغه قانون له مخې کډوال باید په هغه هیواد کې د پنا غوښتنې عریضه ورکړي، کوم ته چې په لومړي سر کې رسیدلی وي.

د «پرو ازول» یا د «پناه وړونکو پلوي» سازمان څخه مارایي پېلڅر، وایي: «له کلونو راهیسې موږ د دوبلین دوه، په نوم مقرراتو باندې سختې نیوکې کوو، ځکه چې دا د دې لامل شوی دی چې په اروپا کې کډوال تل له یوه ځای څخه بل ځای ته واستول شي.» د هغې په وینا په دې ترتیب سره حکومتونه ځان له مسؤلیته باسي.

په آلمان کې د پناغوښتنې ۷۷۵۰۰ عریضې

خو د آلمان د کډوالو او پناغوښتونکو د فدارلې ادارې ویانده کترین هیرزیلند، دغه انتقاد ردوي او وایي: «زما په آند په ساده توگه ارقام دغه انتقاد پخپله ردوي. تیر کال موږ په اروپا کې د پناغوښتنې ۳۳۰۰۰۰ عریضې درلودې. چې زیاتره کډوال آلمان منلي دي.»

د نوموړې ویاندې په وینا په ۲۰۱۲م کال کې په آلمان کې ۷۷۵۰۰ تنو د پناغوښتنې عریضې وړاندې کړې دي، چې د اروپا په کچه ۲۳ سلنه جوړوي. د آلمان وروسته ډیر کډوال په فرانسه کې دي او تر هغې وروسته دریم هیواد سویدن دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب