1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې په زرونو مهاجر تر ثبتیدو وروسته لادرکه شوي

۱۳۹۴ اسفند ۷, جمعه

د يوه راپور له مخي په جرمني کي په زرونو مهاجر تر ثبتیدو وروسته، هیڅکله هم خپلو تعین شویو کمپونو ته نه دي تللي. دا په داسې حال کې ده چې برلین د مهاجرو قوانین سخت کړي دي.

https://p.dw.com/p/1I2q5
انځور: Reuters/Y. Behrakis

د آلمان «زود دویچه څایتونګ» ورځپاڼي د جمعې په ورځ وويل چې تیر کال ۱۳سلنه ثبت شوي مهاجر هیڅ کله هم خپلو تعین شویو کمپونو ته نه دي تللي. د دغو مهاجرو شمیر۱۳۰۰۰۰ کسانو ته رسیږي.

دغي ورځپاڼې د آلمان د کیڼ اړخې ګوند په غوښتنه د آلمان د کورنیو چارو وزارت له خوا د یوه خپاره شوي رپوټ پر اساس خپل راپور لیکلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه مهاجر کیدای شي چې نورو هیوادونو ته تللي وي او یا هم په غیر قانوني توګه په کوم ځای کې استوګن شوي وي.

د رپوټ له مخې آلمان هغو اروپايي هیوادونو ته د مهاجرو په استولو کې ډیر کامیابه نه دی، چې په لومړي سر کې مهاجر ورته رسېدلي دي او بيا له هغه هيواده آلمان ته راغلي وي. د آلمان حکومت له خپل یوه اروپايي همکار څخه غوښتي دي چې د هرو لسو مهاجرو پر سر یو بیرته ومني. په ۲۰۰۴م کال کې دغه شمیر د هرو پنځو کډوالو پر سر یو وو.

د دوبلین قانون له مخې، هغه اروپايي هیواد د مهاجرو مسئولیت لري، چې پناه غوښتونکي یې له لاري اروپا ته رسیدلی وي. په دې وروستیو وختونو کې دغه قانون په پام کې نه دي نیول شوی او ډېر مهاجر له څو هیوادونو تر تیریدو وروسته، آلمان ته رسیدلي دي چې اوس هم په دغه هیواد کې دي.

د مهاجرو له پاره د آلمان د فدرالي ادارې مشر فرانک یورګن وایس، د پنجشنبې په ورځ په برلین کې وویل چې همدا اوس په آلمان کې ۴۰۰۰۰۰ داسې کسان شته چې هویت یې چارواکو ته روښانه نه دی.

د پناه غوښتني د قانون دویمه بسته

دغه رپوټ په داسې حال کې خپریږي چې د آلمان پارلمان د مهاجرو د قانون دویمه بسته تصویب کړه چې له مخې یې په آلمان کې د مهاجرو د پناه غوښتني عریضه په لږ وخت کې څیړل کیږي.

آلمان د دې قانون په مرسته غواړي چې د ډېرو کډوالو د راتلو له کبله له رامنځ ته شوي ستونزي سره مبارزه وکړي.

د دې قانون له مخې، د پناه غوښتنلیک د ریدیدو په صورت کې، کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته استول کیدای شي.