1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې کابو ۶۰۰۰ کم عمره مهاجر لادرکه شوي

۱۳۹۵ فروردین ۲۳, دوشنبه

آیا ممکنه ده چې د آلمان په شان یوه هیواد کې په زرونو خلک همداسې لادرکه شي او هغه هم د کم عمر لرونکي مهاجر؟ دغې پوښتنې ته د آلمان حکومت د هو! ځواب ویلی، خو لا دغه موضوع همداسې د پوښتنې وړ پاتې ده.

https://p.dw.com/p/1IT80
Griechenland Mazedonien Flüchtlinge bei Idomeni
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

د آلمان د حکومت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵م کال کې ۵۸۳۵ ماشومان په دې هیواد کې لادرکه شوي دي. د فونکه - ورځپاڼو، په نوم د آلمان د رسنیو گروپ په وینا دغه څه د آلمان د کورنیو چارو وزارت د پارلمان یا بوندستاگ له لوري د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي.

د رسنیو دغه گروپ د کورنیو چارو وزارت له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په اصل کې له ۸۰۰۶ کسانو څخه ۲۱۷۱ یې بیرته راڅرگند شوي دي. زیاته شوې ده چې له میندو او پلرونو پرته راغلي زیاتره ماشومان له افغانستان، سوریې، اریتریا، مراکش او الجزایر سره تړاو لري. زیاته شوې ده چې په دغه ډله کې ۵۵۵ ماشومان هم شامل دي.

د نوموړې ورځپاڼې د رپوټ له مخې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د کم عمره مهاجرو د لادرکه کیدو د علت په هکله څه نه دي ویلي. دا روښانه نه ده چې دغه ماشومان د چا یا کومې مرجعې له خوا لادرک شوي دي. د فبروري میاشتې په سر کې د آلمان د فامیلي چارو وزارت ویلي وو چې داسې د اعتبار وړ شواهد نه شته چې آلمان ته دې په یوازې سر په زرونو سفر کوونکي مهاجر ماشومان لادرکه شوي وي. په دې ترڅ کې د ارقامو او همداشان د ثبتیدو په برخه کې تیروتنو ته اشاره شوې وه.

د زرغون گوند له لوری نیوکه

د آلمان د زرغون گوند د مهاجرو د چارو ویاندې لویزه امتسبېرگ، د «فونک - ورځپانو» رسنیو ته ویلي دي چې دا د «خواشینۍ» خبره ده چې د ۵۸۳۵ تنو ماشومانو او نویو ځوانانو لادرک کیدل د آلمان حکومت لپاره د خبرداري وړ موضوع نه ده گڼل شوې. په پارلمان کې د زرغون گوند نوموړې سیاستوالې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دا کار د هغې انديښنې پراخوي، چې د داسی پیښې په پام کې نیونې سره حکومت «د جبري بدلمنیو او د انساني استثمار خطر ته جدي پاملرنه نه لري».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب