1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې ۱۴۷۵ بهرني واده شوي ماشومان ثبت شوي

آژانسونه/ ح.ح۱۳۹۵ شهریور ۱۹, جمعه

په آلمان کې ۱۴۷۵ بهرني واده شوي ماشومان ثبت شوي دي. د هغوی په ډله کې ۳۶۱ داسې ماشومان هم شته چې له څوارلسو کلونو کم عمر لري.

https://p.dw.com/p/1Jz5Q
Nigeria Proteste gegen Kinderehe
انځور: picture alliance/AP Photo

ډیر شمیر آلماني ورځپاڼو خبر ورکړی دی چې د کورنیو چارو وزارت د زرغون ګوند د پوښتنې په ځواب کې ويلي چې کم عمره واده شوېو نجونو شمیر ۱۱۵۲ تنه دې.

دغه کم عمره نجونې په خپل هېواد کې له ډير عمر لرونکو سړو سره واده شوي. آلمان ته د لوړ شمير مهاجرینو له راتګ سره د واده شویو ماشومانو شمیر زیات شوې. چارواکې په دې عقيده دي چې د دغه ډول ودونو سم شمير روښانه نه دي او کیدای شي لا زیات وي.

د المان د اخله چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغه کم عمره واده شویو ماشومانو کې ډير شمير له سوريې څخه دي چې شمیر يې ۶۶۴ تنو ته رسیږي. له افغانستان څخه ۱۵۷ تنه، له عراقه ۱۰۰، له بلغاريا ۶۵، له پولنډ څخه ۴‍۱، له يونان څخه ۳۲ په دغو ماشومانو کې شامل دي. ۹۹۴ واده شوي بهرنیان د ۱۶ او ۱۸ کلونو تر منځ عمر لري.

دغه وزارت وايې چې په دوی کې يې ۲۶ تنه په آلمان کی د اوسیدلو دایمي اجازه لري او ۵۱۶ يې تر اوسه پورې په موقتې په دې هیواد کې اوسیږي. دا په داسی حال کې ده چې د آلمان په اساسی قانون کې ځوانان تر اتلس کلنۍ وروسته د واده اجازه لری. د شپاړلس کلنۍ په عمر کې يوازی په هغه حالت کې اجازه ورکول کیږی چې يو تن يې بالغ وي او بل يې ۱۶ کاله عمر ولری نو بيا د والدینو په اجازي سره کولې شي واده وکړي.

تر اوسه پورې په آلمان کې یوه ځوانه جوړه چې يو تن يې تر څوارلسو کلونو کم عمر ولري نه ده منل شوي. دا چې په څوالس کلنۍ او يا له دي څخه پورته عمر کې څوک واده وکړي، محکمې پري غور کوي.

لکه د آلمان په يوي ايالتي باومبیرګ محکمه کې د مۍ په مياشت کې يوی سوريه يې نجلۍ ته چې د خپل کاکا له زوی سره يې واده کړې وو اجازه ورکړل شوه. په آلمان کې له هغې راهیسې په دې اړه ډير بحثونه کيږی؛ چې آيا دغه ودونه د آلمان له اساسی قانون سره په ټکر کې دي او که نه؟