1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آژه درياب کي د مهاجرو بله کښتۍ ډوبه سوې

۱۳۹۴ دی ۲, چهارشنبه

د يونان ساحلي ساتونکو ويلي دي چي په آژه درياب کي د يوې کښتې د ډوبېدو په پېښه کي ۱۳ مهاجر ډوب سوي او ۱۵ نور ژغورل سوي دي. سږکال د اوبو له لاري اروپا ته د مهاجرت پرمهال تر اوسه ۳۷۰۰ انسانان ډوب سوي دي.

https://p.dw.com/p/1HS4h
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

د يونان ساحلي ساتونکو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۳مه) ويلي دي چي سهاروختي د دغه هيواد فارماکونيسي ساحل ته نژدې د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کي ۱۳ مهاجر وژل سوي. په وژل سوو کسانو کي ۷ کوچنيان هم شامل دي.

د يونان فارماکونيسي ساحل د ترکيې ساحلونو ته نژدې پروت دئ. ساحلي ساتونکو ويلي دي چي دوی ۱۵ انسانان نور ژغورلي دي او یو تن لا ورک دي.

د ژغورل سوو کسانو دوه تنه چي يخنۍ وهلي ول روغتون ته لېږل سوي دي. دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دغه مهاجر د کوم هيواد وگړي ول.

د ژمي د سړې هوا او ښورانده درياب سره سره بيا هم په زرونو انسانان غواړي د مديترانې سمندر له لاري اروپا ته ځانونه ورسوي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د راپور له مخي په روان کال کي نژدې يو ميليون پناغوښتونکو او مهاجرو ځانونه اورپا ته رسولي دي.

په روان کال کي اروپا ته د مهاجرت سفر پرمهال شاوخوا ۳۷۰۰ انسانان وژل سوي يا ورک سوي دي.