1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اتریش کې برقع منع شوه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

د اتریش پارلمان د مهاجرو په اړه د یوه نوي قانون د تصویب د یوې برخې په توگه د برقع اغوستل یا په اصطلاح د بشپړ حجاب چې د انسان مخ پټوي په عامه ځایونو کې منع کړل. د دغه قانون له مخې د ادغام کورسونه هم جبري بڼه پیدا کوي.

https://p.dw.com/p/2d5cG
Marokko Frau mit Niqab
انځور: picture alliance/dpa/N. Seliverstova/Sputnik

د اتریش پارلمان پرون (سه شنبه د ۲۰۱۷ کال د مې ۱۶ مه) د مهاجرو په اړه یو نوی قانون تصویب کړ. د دغه قانون له مخې نه یوازي دا چې دغه هیواد ته نوي رسیدلي مهاجر باید د ادغام په جبري کورسونو کې برخه واخلي او نه معاش لرونکي عامه المنفعه کارونه وکړي، بلکي په عامه ځایونو کې د برقع اغوستل منع شوي دي.

دغه قانون د اتریش د د دوو واکمنو گوندونو سوسیال دیموکرات (SPÖ) او د اتریش د خلکو گوند (ÖVP) په ملاتړ تصویب شوو. دغه اقدام په داسې وخت کې کیږي چې دغه دواړه گوندونه یو له بل سر ژور اختلاف لري او په ډير قوي احتمال چې اوسنی ائتلافي حکومت له خپل ټاکلي وخت څخه مخکې منحله شي او نويو انتخاباتو ته لاره اواره شي.

دغه قانون د روان کال له اکتوبر میاشتي څخه نافذ کیږي. که چیري څوک له دغه قانون څخه سرغړونه وکړي، یعنی په عام حضر کې خپل مخ پټ کړي پولیس به هغوی نغدي جریمه کړي.

د قانون له مخې هغه ښځي چې په پوهنتونونو، محکمو او یا عامه ترانسپورت کې  برقع  یا نقاب اغوندي، هغوی به ۱۵۰يورو جریمه کړای شي.

دا لا تراوسه روښانه نه ده چې په اتریش کې څه شمیر خلک له دا ډول یو قانون سره اغیزمن کیږي. د اتریش ستر او مهم گوندونه تر فشار لاندي راغلي دي، خصوصا د ښی اړخو افراطي ډلو، لکه د اتریش آزاد گوند (FPÖ) له خوا. دغه گوند عام خلک هڅوي چې د مهاجرو او بهرنیانو له راتگ سره د هغوی کلتوري ارزښتونه له خطر سره مخامخ شوي دي.

د دغه نوي قانون پر تصویب هم نوموړی گوند انتقاد کوي او وايي چې د یوه پردي کلتوري هجوم د مخنیوي له پاره دا قانون کفایت نه کوي.

د ژوند د مهارتونو او اخلاقو ښونځی

په دغه نوي قانون کې د هغو مهاجرو له پاره چې په اتریش کې يې د پاتېدو چانس زیات دی، پریکړه شوې چې هغوی باید په یو ۱۲ میاشتني «ادغام ښونځی» کې برخه واخلي. د ادغام په دغو ښونځیو کې نه یوازي د آلماني ژبې د زده کړي تدریس کیږي، بلکي مهاجر له  هغو کلتوري ارزښتونو سره آشنا کیږي چې د اتریش په ټولنه کې مروج  دي. دغه راز د کارموندلو له پاره هم ځینی مهارتونه او مسلکي زده کړی په دغو ښونځیو کې په پام کې دي.

د دولت د چارو وزیري، مونا دوڅدار وویل چې د دغو پرو گرامونو هدف دا دی، څو مهاجر وکړای شي چې په آساني سره د اتریش په ټولنه کې د خپل ژوند لاره پیدا کړي.

د اتریش ورځپاڼي «وینر څایتونگ» د هغې له خولې رپوټ ورکړ: «خو مهمه دا ده چې دغه خلک باید زموږ له دغو پروگرامونو څخه استفاده وکړي.»

هغه مهاجر چې په دغو پروگرامونو کې له برخي اخیستو څخه ډډه وکړي، د هغوی د «اعاشې او اباتې» د تأمین له پاره په دولتي مرستو کې چې په آلماني ژبه «سوسیال هیلفه» په نامه یادیږي، کمښت راوستل شي. دغه راز مهاجر په لومړي سر کې باید ځیني عامه المنفعه کارونو چې معاش نه لري هم وکړي، څو ورو ورو د اتریش د کار بازار ته چمتو کړای شي.

(dpa,afp/ BH)

زموږ له ارشيف څخه: