په اتریش کې پارلمان نوی اسلامي قانون تصویبوي
۱۳۹۳ اسفند ۶, چهارشنبهد اتریش د واکمن ائتلاف په وینا دغه نوی اسلامی قانون کیدای شي چې د نورو اروپايي هیوادونو له پاره یوه بیلگه وي. دغه څه د اتریش د پارلمان له لوري په یوه بیانیه کې ویل شوي دي. د اتریش په پارلمان کې د اتریش سوسیال دیموکراتان او د اتریش د خلکو گوند اکثریت لري او یو لوی ائتلاف یې رامنځ ته کړی دی. په پام کې ده چې دغه قانون د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال دفبرورۍ میاشتې ۲۵مه) د پارلمان له لوري تصویب شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دیني ټولنې ویاندې کارلا امینا بغجاتي، دویچه ویله ته ویلي دي: «اتریش یو وخت له مسلمانانو سره د چلن به برخه کې یوه بیلگه وه. زه هیله لرم چې وضعیت همداسې پاتې شي، خو په دې اړه په رښتیا چې ډیرې پوښتنې موجودې دي.»
جنجال د هغه قانون د یوې نوې بڼې پر سر رامنځ ته شوی دی چې د هابسبورگ د امپراتور فرانز جوزیف له خوا په ۱۹۱۲ کال کې تر هغه وروسته معرفي شو چې اتریش او هنگري د بوسنیا او هرزگوینا هیواد له ځان سره یوځای کړل. د دغه قانون له مخې مسلمانان ډیر هغه حقونونه لري لکه د نور دینونو ادیان یې چې په اتریش کې لري. د بیلگې په توگه په ښوونځي کې د اسلامي زده کړو ترلاسه کول.
خو په اتریش کې میشتو اسلامي ټولنو داسې فکر وکړ چې دغه قانون مسلمانانو ته کافي حقوق نه ورکوي. له دې کبله هغوی یوه لسیزه مخکې پر دولت باندې فشارونه ډیر کړل چې په قانون کې بدلون راولي ځکه د هغوی په اند په اتریش کې یهودانو ډیر حقوق لرل. دغه ۱۰۰ کلن قانون یوازې یوه نیمه پاڼه وو.
گړندۍ وده
اسلام په اتریش کې په گړندۍ توگه وده کوونکی دین دی. تر ۲۰۱۳ کال پورې، شاوخوا اووه سلنه اتریشیانو ځانونه مسلمان گڼل چې شمیر یې ۵۷۳۸۷۶ کسانو ته رسیده. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۱ کال کې د اتریش د مسلمانانو شمیر ۳۳۸۹۸۸ وو. د پلازمینې وین ۱۲،۵ سلنه اوسیدونکي مسلمانان دي.
په اتریش کې ډیر شمیر میشت مسلمانان ترکان او هم بوسنیایان دي. پر دوی سربیره ډیر شمیر عربان، ایرانیان او چیچینیان هم په دغه اروپايي هیواد کې ژوند کوي. له دې کبله چې دغه مسلمانان له بیلابیلو هیوادونو څخه راغلي دي، په اتریش کې د اسلام ډیر مذهبونه شتون لري. علوي مسلمانان په ۲۰۱۰ کال کې په رسمیت وپیژندل شول.
په دې ترڅ کې ځینې ستونزې هم رامنځ ته شوې دي. د وروستیو شمیرو له مخې ۱۹۰ تنه اتریشیان چې ډیر شمیر یې له چیچین څخه اتریش ته پنا وړې وه اوس د افراطي ډلو لکه «اسلامي دولت له پاره جنگیږي».
یوازې په روان کال کې اتریشي پولیسو څو تنه داسې کسان ونیول چې پرې د ترهگریزو فعالیتونه شک کیده. په یوه بله پیښه کې بیا دوه اتریشۍ پیغلې د تیر کال په اپریل میاشت کې سوریې ته ولاړې ترڅو له جهادیانو سره واده وکړي.
بغجاتي ویلي دي چې دغه وضعیت او پاریس او کوپنهاگن کې نویو بریدونو په اتریش کې د قانون په اړه مذاکرې تر سیورې لاندې راوستې دي.
محدودونکي اقدامات
د قانون د نوې بڼې له مخې اتریشي مسلمانان کولای شي چې په اسلامي رخصتیو کې کار ته ولاړ نه شي، په زندان، روغتون او یا هم پوځ کې اسلامي تعلیمات ترلاسه کړي. پر دې سربیره به هغوی په دغو ځایونو کې حلال خوراک ته هم لاسرسی ولري.
خو په عین حال کې په دغه قانون پر هغو امامانو باندې محدودیتونه وضع شوي دي چې له بهره پیسې اخلي او بیا په اتریشي مسجدونو کې تبلیغ کوي.
پر دې سربیره د قانون له مخې باید مهم تعلیمات د ترکي ژبې پر ځای په آلماني ژبې باندې تدریس شي. په عین حال کې اتریشیانو ته په ډاگه شوي ده چې د دولت قانون پر دینی اعتقاداتو باندې لومړیتوب لري.
د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د اتریش د ادغام د چارو وزیر وویل: «موږ د اتریشي کرکتر لرونکي یوه اسلام غوښتونکي یو.»
خو هغه څه چې اتریشي مسلمانان پرې نیوکه کوي دا ده چې کلیسا گانې کولای شي له واتیکان څخه مالي مرستې ترلاسه کړي او یهودیان هم تر یوه حده پورې د اسرائیلو ملاتړ له ځان سره لري، نو ولي مسلمانان نه شي کولای چې له بهر څخه مالي مرستې ترلاسه کړي.
د ترکیې حکومت له ډیر شمیر هغو امامانو مالي ملاتړ کوي چې په اتریش کې اوسیږي. دغه امامان د یوې محدودې مودې له پاره په اتریش کې میشت وي، آلماني نه زده کوي او په ترکیې ژبه دیني تعلیمات ورکوي.
د سوسیال دیموکرات گوند یوې ویاندې الکسندرا هوپف، ویلي دي چې دغه بدلون ته له دې کبله اړتیا شته چې اسلام په اتریش کې په هغه شکل چې یې هیله کیده نه دی ادغام شوی. هغې زیاته کړې ده: «[د دغو امامانو له کبله] ډیر سیاسي نفوذ موجود وو. موږ غواړو داسې امامان ولرو چې همدلته یې زده کړې کړې وي، په آلماني ژبه تبلیغ وکړي او زموږ په فرهنگ خبر وي.»
په داسې حال کې چې اتریشي چارواکي وایي چې پر نوي قانون ویاړ کوي، بگاجاتي بیا ډیره ډاډه نه ده. په اتریش کې د مسلمانانو ډیر شمیر مشرانو په دې اړه خبرې کړې دي چې دغه قانون د اساسي قانون محکمې ته یوسي خو لا تر اوسه پورې کومه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.
بغجاتي ویلي دي: «زوړ قانون د مسلمانانو له پاره ډیره معنی لرله. هغه قانون له اتریش سره زموږ ژوره احساساتي رابطه جوړوله. تر هغه وروسته چې دغه نوی قانون تصویب شي، زه ډاډه نه یم چې مسلمانان به هغه پخوانۍ احساساتي اړیکه احساس کړي.»