1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اتریش کې ولسمشریزې ټاکنې وځنډول شوې

۱۳۹۵ شهریور ۲۲, دوشنبه

د اتریش د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو پریکړه تر هغه وروسته وشوه چې یو شمیر رای اچوونکو د پوست له لارې د رایو په استولو کې د ستونزو سره شتون څخه شکایت وکړ. لا تر اوسه پورې د رای اچوونې له پاره نوې نیټه نه ده ټاکل شوې.

https://p.dw.com/p/1K0U5
د اتريش د کورنیو چارو وزیر ولف ګنګ سوبوتکا
د اتريش د کورنیو چارو وزیر ولف ګنګ سوبوتکاانځور: picture-alliance/dpa/APA/H. Neubauer

په اصل کې د اتریش ولسمشریزې ټاکنې باید د روان مېلادي کال ۲۰۱۶ د اکتوبر پر دویمه نیټه ترسره شوې وای، خو د کورنیو چارو وزیر ولف ګنګ سوبوتکا، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۱۲مه) وویل چې ټاکنې ځنډول شوې دي.

د ټاکنو د ځنډولو دغه پریکړه تر هغه وروسته وشوه، چې یو شمیر هغو رای ورکوونکو چې غوښتل یې د پوست له لارې خپلې رایې وکاروي، شکایت وکړ، چې د رایو د پاکټ سر یې نه تړل کیده او په دې ترتیب له یوې ستونزې سره مخامخ شوي.

د اتريش د کورنیو چارو وزیر ویلي دي: «موږ به له پارلمان څخه هیله وکړو چې د رای اچونې بهیر ځنډیدل ومني.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې د رای اچونې له پاره نوې نیټه کیدای شي چې د نومبر میاشتې ۲۴مه او یا هم د دسمبر میاشتې ۴مه وټاکل شي.

ښې اړخی سياستوال

که څه هم په اتریش کې د ولسمشري دنده یو تشریفاتي مقام دی، خو بیا هم د دې هیواد ولسمشریزو ټاکنو تر هغه وروسته د نړیوالو پام ځان ته راواړاوه، چې په تیرو ټاکنو کې دغه مقام ته یوه ښي اړخی نوماند ډیر نزدې شوی وو. که هغه ټاکل شوی وای، نو دا به تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د لویدیځي اروپا لومړی هیواد وای چې یو ښې اړخه به یې د دولت د مشر په توګه ټاکه.

په اتریش کې په هرو شپږو کلونو کې ولسمشرۍ ټاکنې کیږي او که یو نوماند هم تر ۵۰ سلنه ډیرې رایې ترلاسه نه کړي، نو ټاکنې بیا دویم پړاو ته ځي.

د اتریش د ښي اړخي آزادي ګوند نوربیرت هوفر، په تیرو ټاکنو کې ډیرې رایې ترلاسه کړې وې. خو د اتریش سترې محکمې دغه رایې لغوه کړې او نوې ټاکنې یې اعلان کړې. د ټاکنو د لغوه کولو پریکړه تر هغه وروسته وشوه چې روښانه شوه یو شمیر رایې په سمه توګه نه وې شمیرل شوې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.06.2016):