1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اتن کې د سپما د تدابیرو پر ضد مظاهرې پلان شوې دي

۱۳۹۱ مهر ۵, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16Ed6

په یونان کې اتحادې د یوه لوی لاریون له پاره چمتوالی نیسي. دغه لاریون به د جون په میاشت کې د یونان د ائتلافي حکومت تر رامنځ ته کیدو وروسته تر ټولو پیاوړه مظاهرې وي.

دغه اتحادې په یونان کې د سپما د نوو پلانونو پر وړاندې مظاهرې کوي.

د ټولنیزو کارکوونکو، ښوونکو، وکیلانو او نورو اتحادیو غړي به په دغه لاریون کې برخه واخلي.

یونان ته د اروپايي ټولنې له خوا ویل شوي دي چې باید په راتلونکو دوو کلونو کې د دوه میلیارده یورو په ارزښت سپما وکړي.

تر دې سپما پرته به یونان ته د یورو د ژغور له صندوق څخه مرستې ور نه کړل شي.