1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اتن کې د یوه متقاعد سړي تر ځان وژنې وروسته مظاهرې شوي دي

۱۳۹۱ فروردین ۱۷, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14Y6Z

په یونان کې د یوه متقاعد سړي تر ځان وژنې وروسته چی ډير پوروړی وو په اتن کې په زرهاوو خلکو د حکومت د سپما د پروګرام پر ضد مظاهري وکړې.

د عیني شاهدانو په حواله په دغو مظاهرو کې اخو ډب هم رامنځته سوی دئ. زیاترو  مظاهره کوونکو پر پولیسو باندې بوتلونه او اورغورځونکي مواد اچول او پولیسو هم د هغوی په ځواب کې له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیسته. مظاهره کوونکو د دغه سړي ځان وژنه د حکومت له خوا یو قتل باله.

دغه ۷۷ کلن متقاعد د پارلمان مخې ته ځان په ډزو وویشت. ویل کیږي چې ده مخکې تر هغه نارې وهلې چی زه پوروړی یم او نور مې خپل صبر او حوصله له لاسه ورکړې ده. د ده په جیب کې یو خط هم پروت وو چې پکښې لیکل سوې وه چې زما د وژنې مسئولیت د حکومت پر غاړه ده.