1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اتن کې هر څه په ټپه دریدلي دي

۱۳۹۱ مهر ۶, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16GGw

په یونان کې د عمومي اعتصاب له کبله هر څه په ټپه دریدلي دي. په دې هیواد کې ډیری کاري اتحادیو د ۲۴ ساعتونو له پاره د دولت د سپما د پروګرامونو پر وړاندې پر اعتصاب لاس پورې کړې دﺉ.

اروپايي ټولنې پر یونان باندې فشار راوستی دﺉ چې د سپما پروګرامونه پلي کړي ترڅو د یورو د ژغور له صندوق څخه مرستې تر لاسه کړای شي.

د اعتراضونو پر مهال په ټول اتن کې د سیلانیانو د لیدو پر ځایونو سربیره هر څه تړل شوي ول. دې هیواد ته تللی سیلانیان وایي چې هغوی له دې کبله حیران او خواشینې شوي دي.

دغه عمومي اعتصاد پو یونان کې لویو اتحادیو پیل کړی وو. په پلان کې ده چې دغه هیواد به په راتلونکې میاشت کې خپل د سپما د پروګرامونو دویم پړاو اعلان کړي.