1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ارجنتاين کي د اوباما تانگو نڅا

۱۳۹۵ فروردین ۶, جمعه

د امريکا جمهوررئيس د ارجنتاين د جمهوررئيس په رسمي ماښامنۍ کي د يوې ارجنتاينۍ تانگو نڅاگري بلني ته مثبت جواب ورکړ او له هغې سره ونڅېد. د اوباما دغه کار ډېر ستايل سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1IJrK
په ارجنتاين کي اوباما د تانگو نڅا پرمهال
انځور: Reuters/C. Barria

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما په وارو وار داسي کارونه کړي دي چي تر اوسه پوري يوه جمهوررئيس نه دي کړي.

هغه کارونه چي په امريکايانو او د نورو هیوادونو په وگړو کي ئې د اوباما محبوبيت زيات کړی، له سندرو ويلو نيولې تر کمېډي او د هاليوود د وتلو هنرمندانو تر پېښو کولو پوري دي.

اوباما اوس د خپلو دغو کارونو په ليست کي د ارجنتاين تانگو نڅا هم ور زياته کړه.

د ارجنتاين په پلازمېنه بوينس آيرس کي د دغه هیواد په جمهوري رياست ماڼۍ کي د رسمي ماښامنۍ پرمهال بارک اوباما او مېرمن ئې د يوې ارجنتاينۍ جوړې د تانگو نڅا ننداره کوله چي نڅاگره راغله او اوباما ته ئې د نڅا بلنه ورکړه.

د امريکا جمهوررئيس په لومړي سر کي زړه نا زړه ښکارېدی خو تر څو ثانيو وروسته ئې له هغې سره د نڅا بلنه ومنله او له ځايه پورته سو.

اوباما د نڅا په پيل کي متاثر ښکارېدی او له حرکاتو څخه ئې داسي ښوول کېده چي د ارجنتاينۍ تانگو نڅا له قواعدو سره بلد نه دئ. خو نڅاگري اوباما د نڅا ميدان يوه او بل سره ته راهنمايي کاوه او څو دقيقې وروسته د اوباما د نڅا حرکتونه ښه په نظر رسېدل او د آهنگ له ريتم سره ئې حتی څرخ هم وواهه.

د امريکا د جمهوررئيس د تانگو نڅا ويديو او انځورونه په ټولنيزو رسنيو کي ډېر لاس پر لاس سول او ډېر وستايل سول.

د ټولنيزو رسنيو ځينو امريکايي کاروونکو ليکلي ول چي په اوباما پسې به ډېر خفه سي او دوی ډاډه دي چي په کلونو کلونو به بيا د امریکا يو داسي جالب او هوښيار جمهوررئيس په برخه نه سي.