په ارجنتاین کی سختو طوفانونو مرگ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعهاعلان
په ارجنتاین کې د خرابی هوا له کبله لږ تر لږه ۱۳ انسانان وژل سوي دي. دغه طوفانونه چې په یوه ساعت کې ئې ۱۰۰ کیلومتره سرعت درلود، سخت تاوانونه اړولي دي.عینی شاهدانو خبرورکړی دئ چې د دغو طوفانونو له کبله ډېری کورونه نړېدلي او یا ئې هم کړکۍ ماتی سوې دي. یوازی د بوینس آیریس په ښار کی په سلهاوو ونې له بیخه راوتلي دي.