1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ارزګان کې نهه تنه افغان پولیس ووژل سول

۱۳۹۰ اسفند ۱۸, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14HMR

د پولیسو پر یوې پوستي باندي د طالبانو له خوا د یوه برید په ترڅ کي د چارواکو په حواله نهه تنه افغان پولیس وژل سوي دي. د ارزګان د ولایتي شورا مشر محمد ابراهیم اخوند زاده، د پنجشنبې په ورځ وویل چې برید کوونکو د چهارشنبې په ماښام په دغه ولایت کې پر یوې پوستي باندي برید وکړه.

هغه زیاته کړه چې یوه تن پولیس چی پخوا طالب وو د دغه برید زمینه مساعده کړې ده. دغه کس له برید وروسته له طالبانو سره تللی دﺉ.