1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ارزگان کې يو رومانيايي سرتېری وژل اويوتن بل ژوبل شوی دی

۱۳۸۷ فروردین ۲, جمعه

بخارست / کابل: د رومانيا د دفاع وزارت پرون ووپل، چې په افغانستان کې د يوې بمب چاودنې له کبله يو رومانيايي سرتېری وژل شوی اويوتن بل ژوبل شوی دی.

https://p.dw.com/p/DTtd
انځور: AP

دغه سرتېري د اروزګان د ولايت د مرکزقلات په شمال کې د ګزمې په حا ل کې وو، چې موټريې پريوه ماين باندې تېرشو.

د ناټوغړی هېواد رومانيا اوس په افغانستان کې خپل ۶۴۶ تنه سرتېري ځای پرځای کړپدي. د دغو سرتېرو ۵۶۲ تنه د آيساف او ۸۴ تنه يې د امريکا د متحده ايالتونوترمشرتابه لاندې د Enduring Freedom د عملياتوپه چوکاټ کې دنده سرته رسوي.