1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: ١٠٧ تنه وسلوال نيول سوي دي

۱۳۹۱ تیر ۹, جمعه

د چاوراکو په وینا په تیرو څو ورځو کې په کندهار او اورزگان ولایتونو کې ۱۰۷ تنه وسله وال نیول سوي او ۱۲ تنه وژل شوي دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15Nuu
انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

د کندهار ملي امنيت تيره ورځ ناوخته څلور تنه چې پرې له وسلوالو طالبانو سره د همکارۍ تور لگول سوی وو، خبریالانو ته وښوول.

دغو کسانو وروسته له هغه د رسنيو پر وړاندي خپلې تيرې دولت ضد کړنې ومنلې چي يوه ورځ وړاندې د ياد رياست مسئولينو په ادارې غونډه کي د خپل اونيز راپور د وړاندي کولو پرمهال ويلي ول چي د دوه تنو مهمو وسله والو قومندانانو په ګډون ئې ٢٤ تنه یاغیان د کندهار ښار او د ولسواليو په بيلا بيلو برخو کي له وسلو او چاودېدونکو توکو سره يو ځاى نيولي دي.

په نيول سوو کسانو کي د معروف ولسوالۍ اوسيدونکى ملا نعمت الله، هم شامل دئ. د چارواکو په خبره نوموړي درې اونۍ وړاندي د يادي ولسوالۍ په بازار کي د يوه هوټل مخته د موټرسايکل بم په چاودنه کې لاس درلورد. د چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې څلور ملکي وگړي وژل سوي او یو شمیر نور ژوبل سوي ول.

نيول سوى کس د يادي چاودنې پړه پر خپله غاړه اخیستلې ده او زياته کړې ئې ده چي له تيرو دوو کلونو راهيسې له وسله والو سره ملګرى دئ:

«له چاودنې څخه دوې ورځې وړاندي د ملاشراف الدين، په نامه په سيمه کي د وسله والو طالبانو قومندان ما ته تليفون وکړ او راته ئې وويل چي زما يو ملګرى چارج سوى موټر سايکل تا ته درولي، ته به ئې ورڅخه واخلي او بيا به ئې د ياد هوټل مخ ته وچوي. ما هم داسي وکړل.»

عطا جان د نيول سوو کسانو په ډله کي ٢٤ کلن ځوان دئ. د نوموړي په وينا شپږ مياشتې مخکې د پاکستان د بلوچستان ايالت ته د مزدوري له پاره تللى وو اوهلته بیا د وسله والو ليکو ته جذب سو.

د هغه په وینا تر يوې مياشتې زيات وخت ئې په يوه کور کي د ځانمرګي بريدونو زده کړې وکړې او تر هغې وروسته د کندهار پنجوايي ولسوالۍ ته واستول سو.

«په کوټه کې د ځانمرگي بریدونو تر زده کړې وروسته د سپين بولدک ولسوالۍ ته راوستل شو او له هغه ځايه په سپين رنګه موټر کي د پنجوايي ولسوالۍ د ناخوني کلي ته ئې ولاړو. هلته ئې هم څو ورځي زده کړي راکړې او بالاخره له څو کمينونو نيولو وروسته، د ملي امنيت لخوا ونيول سوم.»

د دې تر څنګ په اروزګان ولايت کي هم امنيتي چارواکي د يو لړ چاڼيزو عملياتو پر مهال د ٨٣ تنو د نيولو او ١٢ نورو د وژولو خبر ورکوي. خو لا تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: سید ریاض