1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپاباند د طالبانو دځانمرگو بريدونو گواښ ته بايد جدي وکتل سي

۱۳۸۶ خرداد ۳۰, چهارشنبه

دآلمان د باير د ايالت د د ننه د چارو وزير گونتر بيک شتاين ويلي چې د طالبانو گواښونه بايد جدي ونيول سي.

https://p.dw.com/p/DKIU
گونتر بيک شتاين د باير د ايالت د ننه د چارو وزير
گونتر بيک شتاين د باير د ايالت د ننه د چارو وزيرانځور: AP
نوموړي نن دآلمان د Pasawer News Presse ورځپاڼي سره د يوې مرکې په ترځ کې ويلي چې د طالبانو هغه گواښ ته بايد جدي وکتل سې چې ویلي يي دي دوئ به په اروپا او امريکا کې په ځانمرگو بريدونو لاس پوري کړي.
د يادوني وړ چې دوې ورځي مخکي طالبانو د يو ويډيوي فلم په خپرولو سره گواښ کړی چې دوئ به په اروپا او امريکا کې په ځانمرگو بريدونو لاس پوري کړي په فلم کي د وژل سوي قوماندان ملا دادالله ورور ښکاري چې طالب جنگياليو ته خبري کوي.