1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي اتحاديه کي د مهاجرو د ويش غوښتنه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

د مهاجرو له پاره د اروپايي ټولنې په تازه پلانونو کې دا موضوع هم شامله ده چې په یونان او ایټالیا کې میشت ۱۶۰ زره مهاجر د دې ټولنې پر نورو غړو هیوادونو وویشل شي.

https://p.dw.com/p/2d3RJ
Flüchtlinge am kroatisch-slowenischen Grenzübergang in Bregana
انځور: picture-alliance/PIXSELL

که چیري د اروپايي ټولني دغه هڅې عملي شي نو په دې کار سره به د سپتمبر میاشتې په پای کې شاوخوا ۴۰ زره کسان وکولای شي چې نوې سرپناه پیدا کړې.

د اروپايي ټولنې د مهاجرت کمیسار، دیمیتریس اوراموپولوس د سه شنبې په ورځ وویل چې تر اوسه تر ۱۸ زرو ډیر مهاجر نورو ځایونو ته انتقال شوي. پر دې سربیره نوموړي وویل چې اوسمهال په یونان کې۱۲۵۰۰ کسان او همدا راز په ایټالیا کې۴۰۰۰ پر شرایطو برابر کسان دې ته چمتو ته دي چې نورو هیوادونو ته انتقال شي.

د اروپايي ټولنې د مهاجرت کمیسار په دې تړاو همدا راز زیاته کړه چې د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر پایه پورې به دغه ټول ۱۶۵۰۰ کسان نورو ځایونو ته انتقال شي خو یادونه کوي چې د اروپايي ټولنې ځینو غړو هیوادونو تر اوسه پورې له دې ډلې یو مهاجر هم نه دی منلی.

اوراموپولوس د اروپايي ټولني وکیلانو ته د خبرو په ترڅ کې همدا راز ویلي دي چې دغه پیل شوی پلان چې د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر میاشت کې پیل شوی، د مهاجرت د سیاست د بریالیتوب له پاره ډیر مهم دی.

د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو هر یوه پولنډ او هنګري د دې پلان پر ضد رایه کارولې خو بیا هم دغه پلان تصویب شو. تر اوسه پورې دغو دواړو هيوادونو د دغه پلان له عملي کولو څخه ډډه کړې ده.

(dpa,afp/KH)

زموږ له ارشيف څخه: